طالبان؛ د ملګرو ملتونو د ځانګړي پلټونکي رپوټ له "حقیقت لېرې دی"

ریچارډ بېنېټ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ریچارډ بېنېټ به خپل رپوټ د ملګرو ملتونو له عمومي غونډې سره شریک کړي.
    • Author, مامون درانی
    • دنده, بي بي سي

د طالبانو حکومت په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتو د ځانګړي پلټونکي رپوټ غندلی او له واقعیته لېرې یې بللی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یوه خپره کړې خبرپاڼه کې د ښاغلي بېنېټ رپوټ نامسولانه بللی او تور یې پرې پورې کړی، چې د ځینو خلکو د بې بنسټه ادعاو له مخې جوړ شوی دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی رپورټر ریچرډ بېنېټ په خپل رپوټ کې ویلي ، نړۍ مسؤلیت لري چې دې هېواد ته پاملرنه وکړي او دا باید هېر نه کړي چې د افغانستان خلک یو ځل بیا د طالبانو تر واک لاندي ژوند کوي.

ښاغلي بېنېټ چې څو ورځې وړاندې افغانستان ته له یوه ۱۲ ورځني سفر څخه راستون شوی، پرون د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په غونډه کې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه خپل راپور وړاندې کړ.

نوموړي له دې غونډې وروسته په يوه خبري ناسته کې وويل، چې د افغانستان خلک په ځانګړې توګه ښځې او نجونې داسې احساس کوي، چې هېرې شوې دي.

د هغه په خبره دا سمه ده چې د نوري نړۍ خبرونو پر افغانستان سیوری غوړولی، خو باید پر افغانستان پام وساتل شي او نړۍ مسوولیت لري چې افغانستان هېر نه کړي.

ښاغلی بېنېټ وایي، د ملګرو ملتونو په ګډون سیاسي مشران په افغانستان کې د بدلونونو په اړه ډېري خبرې نه کوي:

''د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې دومره لوی جبر چې ښايي په تاریخ کې یې کم ساری وي، دا په یو ډول له ۱۹۹۶ کال څخه هم ښایي زیات وي، ځکه چې په ۲۰۰۱ کال کې د جمهوریت له جوړېدو وروسته د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنې یوه لویه مساله ده، او اوس چې خورا جدي موضوع ده هغه دا چې په نړۍ کې افغانستان یوازینی هېواد دی، چي تر شپږم ټولګۍ پورته نجونې ښوونځي ته د تګ اجازه نه لري او اوس دا دی ۴۰۰ ورځي کېږي . ''

"رسنۍ تر جبر او فشار لاندې دي"

ریچارډ بېنېټ - امیر خان متقي

د عکس سرچینه، QaharBalkhi

د عکس تشریح، ریچرډ بېنېت په افغانستان کې د طالبانو حکومت له چارواکو سره هم لیدلي.

نوموړي زیاته کړه: ''د بشري حقونو په اړه ژورې اندېښنې شته، لږکي او رسنۍ په پراخه توګه تر جبر او فشار لاندې دي. دوی له توپیري چلن او مستقیمو بریدونو سره مخ شوي دي. په شیعه هزاره توکمو، صوفیانو، سیکانو او هندوانو بریدونه شوي دي. په ښوونځیو، جوماتونو، روغتونونو او عامه بسونو د توکم او مذهب له امله ګڼ بریدونه شوي دي ''.

ښاغلي بېنېټ افغانستان ته د خپل سفر پر مهال پنجشیر ولایت ته هم سفر کړی، هغه ولایت چې د طالبانو لخوا د جنګي بندیانو د وژلو په ګډون له بشري حقونو د سرغړونو ګڼ تورونه پکې مطرح شوي دي.

ښاغلي بېنېټ د دغه ولایت د وضعیت په اړه وویل: ''ما له عیني شاهدانو سره خبرې وکړې، ما ته ډېر عکسونه وښودل شول چې پر ټولنیزو رسنیو خپاره شوي وو. زما په اند، د بشري حقونو او له نړیوالو بشري قوانینو څخه د سرغړونو په اړه د جدي اندېښنو وړ دلایل شته.

د بېلګي په توګه له محکمې پرته د جنګی بندیانو ناقانون اعدامول او همدارنګه د عامو خلکو ځپل لکه بزګران او شپانه چې د خپل ورځني ژوند په هڅه کې دي. ''

طالبانو تېر کال د واک تر لاسه کولو پر مهال عمومي بخښنه اعلان کړه، خو د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي په دې اړه ناخوښي څرګنده کړه چې بخښنه نه ده منل شوې.

نوموړي د پخوانيو دولتي کارکوونکو د ورکېدو، د خلکو د اعدامولو او له هېواده د خلکو د تېښتې په اړه ګڼې بېلګې او راپورونو یادونه کړې.

هغه افغانستان ته د خپل دولس ورځني سفر په ترڅ کې له ده سره د طالبانو چلن ښه وباله او ويې ويل، چې د دې ډلې چارواکو ښه همکاري کړې او اجازه يې ورکړې، چې هغو ځايونو ته لاړ شي، چې زړه يې غوښتی.

د ولایتونو ترمنځ توپیر

ریچرډ بېنېت

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

د عکس تشریح، ریچرډ بېنېت: ''د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې دومره لوی جبر چې ښايي په تاریخ کې یې کم ساری وي، دا په یو ډول له ۱۹۹۶ کال څخه هم ښایي زیات وي".

ښاغلي بېنېټ وایې یوه ولایت کې یې ولیدل، چي تر شپږم پورته د نجونو ښوونځي پرانیستي دي او دا کار د ځایي چارواکو په مشوره شوی، خو په دوو نورو ولایتونو کې بیا وضعیت برعکس وو .

طالبانو د افغانستان تر نیولو وروسته له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د دوی حکومت په رسمیت وپیژني، خو د دې کار لپاره د نړیوالې ټولنې یو شرط د ټول شموله حکومت جوړول او د ښځو حقونو ته درناوی دی.

ریچرډ بېنېټ د افغانستان مسلې د نړیوال پوښښ په اړه وویل: ''د ملګرو ملتونو په ګډون سیاسي مشران د افغانستان د پرمختګونو په اړه کافي خبرې نه کوي.

"کله چې زه له افغانانو سره خبرې کوم، هغوی داسې احساسوي چې د نړۍ نورو برخو ته په ځانګړې توګه اوکرایین ته پاملرنه کېږي او دوی هېر شوي دي. زه له سیاسي مشرانو او نړیوالو رسنیو څخه غواړم چې افغانستان ته پام وکړي او نړۍ ته د دغه هېواد واقعیتونه په ډاګه کړي . ''