د افغانستان په اړه د مسکو غونډه کې په ټولګډوني حکومت ټينګار شوی

مسکو ناسته

د عکس سرچینه، Getty Images

د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ غونډې د پای په اعلامیه کې ټېنګار شوی چې افغانستان په واقعي معنی یو ټول ګډونی حکومت رامنځته کړل شي، داسې حکومت چې د ټولو مهمو سیاسي- توکمیزو ډلو ګټو ته په کې پام شوی وي.

د افغانستان په اړه د مسکو څلورمه مشورتي غونډه د روسیې، چین، پاکستان، ایران، هند، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان هېوادونو د ځانګړو استازو او لوړ پوړو چارواکو په حضور په مسکو کې جوړه شوې وه.

په اعلاميه کې د افغانستان له حکومته غوښتل شوي چې د ترهګرۍ او نشه يي توکو د قاچاق د ريښو له منځه وړلو په برخه کې پر خپلو ژمنو ودرېږي او په عين حال کې يې له طالبانو څخه د ترهګرو ډلو د له منځه وړلو لپاره د جدي اقداماتو غوښتنه وکړه او په دې برخه کې يې د مرستې لپاره چمتووالی وښود.

د غونډې ګډونوالو وویل، چې په افغانستان کې د ګاونډیانو په ګډون د نورو هېوادونو د پوځي تاسیساتو جوړول د منلو وړ نه دي.

کابلوف

د عکس سرچینه، Getty Images

په اعلاميه کې د ملګرو ملتونو په ګډون په افغانستان کې د طالبانو له چارسمبالي حکومت سره د همکارۍ لپاره د ګډې او همغږې تګلارې غوښتنه وکړه او د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې یې د افغانستان په اړه د بین الافغاني مذاکراتي ډلې له جوړېدو ملاتړ وکړ.

د دې غونډې ګډونوالو وویل، هغه هېوادونه چې په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې حضور درلود، باید د هېواد په کورنیو چارو کې له لاسوهنې پرته د افغانستان د اقتصاد د بیارغونې اصلي مالي بوج پر غاړه واخلي.

د غونډې ګډونوالو وویل، د افغانستان خلکو ته د بشري او اقتصادي مرستو د رسولو لپاره د هڅو زیاتولو ته اړتیا ده.

د اعلاميې له مخې د غونډې ټولو خواو وویل چې د اقلیتونو، ښځو او ماشومانو په ګډون د ټولو توکمونو له اساسي حقونو څخه ملاتړ کوي.

په عيني حال کې د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر رسول موسوي په یوه ټویټ کې دغه غونډه بریالۍ بللې ده. هغه وويل، که څه هم په دې غونډه کې طالبان نه وو، خو که د غونډې پرېکړو ته پام وکړي، دا به د افغانستان، ګاونډيانو او سيمې په ګټه وي.

طالبانو تر اوسه دغونډې د اعلامیې په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو وړاندې یې دغه غونډه د دوی د استازو د نه وربللو له امله نیمګړې بللې وه.

تېر کال د افغانستان په استازۍ د طالبانو یو پلاوی وربلل شوی و. طالبانو د دغه جوړښت د ۲۰۱۸ کال په غونډه کې هم ګډون کړی و چې دوی ته په یو ډول سیاسي لاسته راوړنه هم ګڼل کېده.