د ایران بهرنیو چارو وزیر: څلور نیم میلیونه افغان کډوال په ایران کې مېشت دي

ایراني چارواکي وايي، په ایران کې د افغان کډوالو شمېر اوس څلور نیم مېلیونو ته رسېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ایراني چارواکي وايي، په ایران کې د افغان کډوالو شمېر اوس څلور نیم مېلیونو ته رسېږي.

د ایران بهرنیو چارو وزیر جسین امیر عبدالهیان وايي، هېواد یې د څلور نیم میلیونه افغان کډوالو کوربتوب کوي. د ایران رسمي خبري اژانس ایرنا په رپوټ کې ویل شوي، د ایران بهرنیو چارو وزیر دا څرګندونې د نیوزیلنډ بهرنیو چارو له وزیرې نانایا ماهوتا سره په یوه انلاین غونډه کې کړې دي.

د ایران بهرنیو چارو وزیر له نیوزیلنډ او ''نورو دوستو هېوادونو '' غوښتي چې د افغان کډوالو کوربتوب کې ورسره مرسته وکړي.

دواړو لوریو په دې غونډه کې په افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت پر جوړولو ټینګار کړی، چې په دې هېواد کې د سولې راتګ تضمین کړي.

له دې مخکې د تېرې اګست میاشتې په وروستیو کې ایران کې د یونیسف یا د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق استازي وویل ،چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې شاوخوا یو نیم میلیون افغانان نوي ایران ته کډوال شوي دي.

د یونیسف استازې ډاکټر رابین ناندي د اټکل له مخې، د تېر کال اګست له میاشتې مخکې په دغه هېواد کې له دوو تر درې میلیونو افغان کډوال وو ، چې له نویو هغو سره یې شمېر څلور میلیونو ته رسېږي.

د تېر کال په اګست کې د افغانستان د اسلامي جمهوري نظام له ړنګېدو او د طالبانو له واکمنېدو سره له دغه هېواده د کډوالۍ یوه نوې څپه پیل شوه.

د ایران بهرنیو چارو وزیر له دوستو هېوادونو د مرستې غوښتنه کړې

د عکس سرچینه، IRNA

د عکس تشریح، د ایران بهرنیو چارو وزیر له دوستو هېوادونو د مرستې غوښتنه کړې

لږ شمېر یې د لویدیځو او د ناټو د غړو هېوادونو په ملاتړ د ایستلو لړۍ کې له افغانستانه په تګ بریالي شول او ډېر نور يې د پاکستان او ایران په ګډون ګاونډیو هېوادونو ته وکوچېدل.

په ایران او پاکستان کې د مېشت افغان کډوالو کره شمېرې نه شته، خو په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته ګڼ شمېر افغانان د دې دواړو هېوادونو په ګډون ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شوي دي.

د افغانانو د بې کورۍ او کډوالۍ لړۍ له ۱۹۷۹ کاله را روانه ده او په داسې حال کې چې ډېر يې بېرته ستانه هم شول خو لا هم نږدې دوه نيم مېلیونه افغانان په سیمه په تېره بیا ایران او پاکستان کې د کډوالو په توګه ثبت دي او درې نیم مېلیونه نور هم په کور دننه د جنګ جګړو له لاسه بې ځایه دي.