د ایران سرحدي ځواکونه: افغان کډوال مو نه دي وژلي

د عکس سرچینه، Tasnim
د ایران سرحدي ځواکونو هغه رپوټونه رد کړي چې ګواکې دې ځواک یو شمېر هغه افغان کډوالو چې غوښتل یې ایران ته واوړي، سیند ته غورځولي او وژلي یې دي.
د دې ځواکونو لخوا ویل شوي چې د افغان کډوالو د وژنې په اړه خپره شوې ویډیویې کتلې او دې نتیجې ته رسېدلي چې د ایران او افغانستان پر ګډه پوله داسې کومه پېښه نه ده رامنځته شوې. د ایران سرحدي ځواکونو ویلي پوله ساتونکي د (اسلامي مهربانۍ) له مخې له افغانانو سره چلن کوي.
ایران ویلي، دا رپوټونه د دوه ګاونډیو هېوادونو د لېرې کولو یوه شومه هڅه ده.
خو بل لور ته د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد نن یکشنبه بي بي سي ته وویل، افغان حکومت په دوو سطحو د دې پېښې په اړه پلټنې پیل کړې دي.
نوموړی وایي، لومړی د ولسمشر او د حکومت د رهبرۍ په کچه، او ترڅنګ یې د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي معین په کچه به دا پېښه پلټل کېږي.

د عکس سرچینه، Gran Hewad Facebook
ښاغلی هېواد وایي، هرکله چې پلټنې بشپړې شوې نو دې لړ کې به جدي پرېکړې کېږي او جزئیات به یې له هېوادوالو او رسنیو سره شریک شي.
یوشمیر افغان کارګر چې د هرات د رباط سنګي ولسوالۍ اوسیدونکي دي پرون شنبه بي بي سي ته وویل، د قاچاق وړونکو له خوا ایران ته د کار لپاره وړمه شپه اړول شوي او بیا هلته ایراني عسکرو ونیول.
دا کسان ادعا کوي چې له نیول کېدو وروسته ایراني عسکرو سیند ته ټېل وهلي. دوی وایي څه باندې شل کسان یې لادرکه دي خو د ۷ کسانو مړي پيدا شوي او نور ژغورل شوي.
بل لور ته افغان طالبانو هم د دې رپوټونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده او له ایرانه یې غوښتي چې افغانانو سره د رحم، اسلامي اخوت او ښه ګاونډیتوب چلن وکړي.
طالبانو همدا راز له ایرانه غوښتي چې د دې پېښې په اړه دې پلټنې وکړي.

هر کال ګڼ شمېر افغان کډوالو ایران کې د کار موندلو لپاره او یا هم اروپایي هېوادونو ته د قاچاقي سفر لپاره د ایران پر پوله ور اوړي او له خطرونو ډک سفرونه کوي.
دا لومړی ځل نه دی چې په ایران کې له افغان کډوالو سره د ناسم چلن او یا هم د افغان کډوالو د وژنې رپوټونه رامخې ته کېږي.
هغه افغان وګړي چې ادعا کوي په دې وروستۍ پېښه کې له شاوخوا ۵۰ نورو افغان کډوالو سره ایران ته اوښتی و بي بي سي ته وویل، دوی د ایران پوله ساتونکو ځواکونو لخوا ونیول شول.
دغه کس وایي، د وهلو ډبولو وروسته ایراني ځواکونو دوی په زور د سیند پر لور ټېل وهل او اړ یې کړل چې اوبو ته ټوپ کړي.
یاد کس ادعا کوي چې ایراني پوله ساتونکو پر دوی ډزې هم وکړې، او کله چې دوی پر سیند ورګډ شول نو ګڼ کسان اوبو یوړل.
پرون د هغو شپږو افغان کډوالو مړي هرات ته ورسېدل چې ویل کېږي په همدې پېښه کې وژل شوي وو.








