کورونا وېروس ایران کې ۱۶ افغان کډوال وژلي

افغانستان
د عکس تشریح، له ايرانه راستنه شوي افغان کډوال

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په ایران کې ۱۶ افغانان د کورونا وېروس له کبله مړه شوي. ددغه وزارت ویاند رضا باهر ویلي، په ایران کې په کورونا وېروس د اخته شویو افغانانو شمېر معلوم نه دی؛ ځکه چې په ایران کې بېړني وضعیت ټول‌شموله نه دی چې دقیقې شمېرې دې ترلاسه شي.

بله خوا له سعودي عربستان نه هم رپوټونه وایي چې هلته د کورونا وېروس له کبله لومړۍ مړینه پېښه شوې ده. د سعودي د عامې روغتیا وزارت ویلي چې مړ شوی کس یو ۵۱ کلن افغان وګړی و.

افغان چارواکي وايي، تر ډېره افغانستان کې په کورونا وېروس اخته کسان له ایرانه راغلي او یا یې هغه کسان نیولي چې له ایرانه راغلو کسانو سره یې راشه درشه درلوده.

د افغانستان د عامې روغتيا وزير فيروز الدين فيروز په يوه خبري غونډه کې ويلي، چې تراوسه په افغانستان کې د کورونا ۴۲ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د نوموړي په وينا افغانستان د کورونا وېروس د خپرېدو له پلوه د نورو هېوادونو پرتله په ښه وضعيت کې دی او له دغه فرصت څخه د کورونا وېروس د مخنيوي لپاره بايد ګټه واخيستل شي.

کورونا
کورنا

ناوړه حالت به څنګه وي؟

د افغانستان د عامې روغتيا وزير ویلي، د روغتيا نړيوال سازمان د شمېرو له مخې کېدی شي په افغانستان کې ۱۶ ميليونه کسان په دې وېروس اخته شي او ۱۱۰ زره کسان ترې خپل ژوند وبايلي.

د نوموړي‌ په وينا په داسې حالت کې ''به ۷۰۰ زره خلک رغتون ته اړتيا ولري او له ۲۰۰ زرو زيات به جدي پاملرنې ته اړ وي''.

ښاغلي فيروز الدين د کورونا وېروس د مخنيوي پر اقداماتو يو ځل بيا ټينګار وکړ او وايي په داسې ''ټکان ورکونکي حالت'' کې يې بايد ټول له يو بل سره مرسته وکړي.

نوموړي زياته کړه، طالبانو هم ویلي چې، تيار دي د کورونا وېروس د مخنيوي لپاره تر خپلې ولکې لاندې سيمو کې همکاري وکړي.

د وروستيو شمېرو له مخې په ټوله نړۍ کې له ۴۰۰ زره يات خلک په کورونا وېروس اخته دي او شاوخوا ۱۷ زره کسانو ترې مړه شوي دي.