کورونا وېروس وبا مخ په ډېرېدو شوه؛ پاکستان او امریکا له پوځ مرسته وغوښته

د عکس سرچینه، Getty Images
د روغتیا نړیوال سازمان دوشنبه اعلان وکړ چې په نړۍ کې د کورونا وېروس وبا په چټکۍ سره نوره هم خپرېږي. د دې سازمان مشر ټېدروس ادانوم جینیوال کې یوې خبري غونډې ته وویل، لومړۍ سل زره مثبتې پېښې په ۶۷ ورځو کې ثبت شوې وې، خو دویم سل زره کسان یوازې ۱۱ ورځو کې تشخیص شول او دریمې سل زره مثبتې پېښې یوازې ۴ ورځو کې رامخې ته شوې.
نوموړي وویل، د نړۍ شلو لویو اقتصادي هېوادونو له مشرانو سره به ګوري او له دوی به غواړي چې د دې وېروس مخنیوي لپاره په ګډه کار وکړي.
د روغتیا نړیوال سازمان په داسې وخت کې دا اعلان کوي چې په ټوله نړۍ کې د کورونا وېروس مثبتې پېښې له درې نیم لکو اوښتې دي او کابو ۱۵ زره کسان یې وژلي دي.
امریکا کې ملي ګارډ مرستې ته راووځي:
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د هېواد په هغو ایالتونو کې چې کورونا وېروس تر ټولو ډېر ځپلي دي، د ملي ګارد ځواکونو د ځای پر ځای کولو امر کړی دی.
دا پوځیان به په نیویارک، کلېفورنیا او واشنګټن کې طبي مرستې رسوي او روغتیایي مرکزونه به چلوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
په امریکا کې تر دې دمه څه باندې ۳۵ زره کسان په کورونا وېروس اخته دي، او ۴۷۱ کسان یې له کبله وژل شوي.
په نیویارک ښار کې چارواکي وېره لري چې ډېر ژر به طبي وسایل او درمل ختم شي.
د امریکا په سنا کې جمهوریت پال او دېموکراتان پر دې مخالفت لري چې د کورونا وېروس لپاره کابو یو نیم ټریلیونه ډالره بودیجه څه ډول او په کومو برخو کې ولګول شي.
پاکستان حکومت هم له پوځه مرسته وغوښته:
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت هم سې شنبه اعلان وکړ چې په ټول هېواد کې د کورونا وېروس پر ضد مبارزې لپاره یې له پوځه مرسته غوښتې ده.
د وزارت په اعلامیه کې راغلي، د اساسي قانون د ۲۴۵ مادې له مخې له پاکستاني پوځ نه غوښتنه شوې چې په ټول هېواد کې د ملکي ادارو مرسته وکړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د پاکستان د پوځ ویاند تورن جنرال بابر افتخار ویلي، په داسې حساسو شرایطو کې باید سختې پرېکړې وشي.
په ټول پاکستان کې په کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر زرو ته نژدې شوی دی.
په خیبر پښتونخوا کې د کورونا وېروس ۳۸ مثبتې پېښې تر دې دمه ثبت شوې دي، خو تر ټولو ډېرې مثبتې پېښې په سند ایالت کې دي.
پاکستان کې تر دې دمه ۶ کسان د کورونا وېروس له کبله وژل شوي، چې ۳ یې د خیبر پښتونخوا وو.
له دې سره سم د پاکستان حکومت اعلان کړی دی چې خپل هوایي حریم د هر ډول نړیوالو الوتنو پر مخ تړي.
له دې سره ګڼ شمېر پاکستانیان په بهر هېوادونو کې ایسار پاتې دي او ښایي هېواد ته د ستنېدو لار ونلري.













