څنګه خپل مخ ونه موښو چې په کورونا اخته نه شو؟

د عکس سرچینه، AFP
- Author, لويس پارشلي
- دنده, بي بي سي
یو لامل شته، چې په ساري ناروغۍ د اخته کېدو لپاره لار هواروي، په تېره کله چې وبا نړۍ شموله شي، لکه همدا اوس د کورونا وېروس. پر مخ لاس وهل د وېروس د لېږدېدو یوه اصلي لار ده. څنګه موږ پر مخ له لاس موښلو ډډه کولی شو؟
په انسانانو کې له بده مرغه یو عادت ددې لامل ګرځي چې وېروس ورشي.
پر مخ لاس موښلو کې ځینې حیوانات هم زموږ په شان دا کار کوي، خو موږ پرته له دې چې پام مو شي پر مخ لاسونه وهو. څېړونکو موندلې چې تر ډېره انسانان پر خپله پوزه او سترګو لاسونه وهي، چې دا د کورونا وېروس په څېر د وېروس د لېږدېدو وسیله ګرځي.
په سیډني کې نارټ سوت وېلز پوهنتون د ساري ناروغیو د څارنې اړوندې کارپوهې ماري لاوس ماکلوز په ۲۰۱۵ کال استرالیا کې د طب پوهنځي پر محصلینو یوه څېړنه کړې وه.
نوموړې په دې څېړنه کې ومونده چې محصلین په یوه ګړۍ کې ۲۳ ځله پر خپل مخ لاسونه وهي، حال دا چې دوی پر مخ د لاسونو وهلو پر خطر ښه پوهېدل.
پر مخ لاسونه وهل ځکه وېروس لېږدوي، چې زموږ پر لاسونو رنګارنګ وېروسونه او مېکروبونه وي، ځکه چې پخپل چاپېریال کې پر ډېرو داسې شیانو لاسونه وهو چې وېروس او میکروبونه ورباندې سرېښ وي یا ان داسې چا ته لاس ورکوو چې وېروس لري.
روغتیايي ټولنو خبرداری ورکړی چې پر مخ باید د لاسونو وهل کم کړل شي چې په دې سره د کورونا وېروس تر یوه حده مخنیوی هم کېدای شي.
خو، ولې موږ پر مخ لاسونه وهو او څنګه له دې عادت ډډه کولی شو؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د جرمني لایبزیګ پوهنتون ارواپوه مارټن ګرانوولډ وايي، پر ځان او مخ لاسونه وهل د انسان پر رواني حالت پورې اړه لري، چې تر ډېره دا کار په لاشعوري یا نیمه شعوري ډول کوي.
د کلیفورنیا پوهنتون یوه ارواپوه ډاچر کیلټنز وايي، پر مخ لاس وهل ښايي د وېرې او اندېښنې کمولو پخاطر وي. ځینو څېړنو ښودلې چې پر پوست لاس وهل د اوکسایسټوسین هورمون له کبله وي، چې دا هورمون د اعصابو د ارامۍ او اندېښنې کمولو دنده لري.
خو ځینې انسانان د مقابل لوري د پام اړولو لپاره پر مخ یا وېښتانو لاسونه وهي.
ځینې پوهان پر دې اند دي چې پر خپل ځان لاس وهل په احساساتو د کنټرول یوه وسیله ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
خو زموږ سترګې، پزې او خولې هغه غړي دي چې له لارې یې باکتریا او وېروسونه زموږ بدن ته ننوتلی شي.
په ۲۰۱۲ کال، څېړونکو په برازیل کې او د واشنګټن مېټرو کې د ځینو خلکو معاینې واخیستې، چې په پایله کې یې جوته شوه دوی په لاشعوري ډول په یوه ګړۍ کې تر درې ځلو ډېر پر یوه شي او بیا پر خپلو پوزو او خولو لاسونه وهلي دي.
د عامې روغتیا ځینې کارپوهان پر دې اند دي چې ګنې ماسکونه مو له هغو باکتریاوو ساتلی شي چې په لاسونو د پزې او خولې موښلو له لارې را انتقالېږي، خو ان طبي ماسکونه هم د نورو وسیلو له لارې بدن ته د لېږېدونکو وېروسونو پوره مخه نه شي نیولی.
په برتانیا کې د لیډز پوهنتون وېروسپوه سټیفن ګریفین وايي، ماسکونه اچول ښايي موږ ته را په یاد کړي چې پر خپل مخ لاسونه ونه وهو، ځکه چې د لاسونو سمو مینځلو په صورت کې د وېروس لېږدولو تر ټولو لویه وسیله کېدای شي.

د کولمبیا پوهنتون د رواني چلن متخصص مایکل هولزویرت وايي، که اړتیا وه چې خپل مخ باید وموښې، نو د ګوتو او لاس پرځای یې پخپل مړوند وموشه.
دی وايي، هغه کسان چې خپلې په مکرر ډول سترګې موښي، باید عینکې پر سترګو کړي.
ښايي پر یوه پاڼه داسې توري لیکل هم مرسته درسره وکړي چې "پر خپل مخ لاس مه وهه".
د روغتیا نړیوال سازمان په پرلپسې ډول د لاسونو مینځلو، د خبرو پرمهال له نورو خلکو د ځان لیرې ساتلو او په لاس روغبړ نه کولو سپارښتنه کوي.

- کورونا وېروس؛ افغانستان له ځینو هېوادونو سره دوه اړخیزه الوتنې درولې
- کورونا وېروس: د نړۍ په کچه د مړينو شمېر له لس زرو واوښت
- افغانستان کې د کورونا دوه نوې مثبتې پېښې ثبت شوې
- ''هندي هوايي شرکتونو افغانستان ته الوتنې ځنډولې''
- افغانستان کې پر کورونا د اخته کسانو شمېر اوو ته ورسېد
- افغانستان په خپل هوايي حریم کې د بوینګ ۷۳۷ مکس الوت ممنوع کړ








