کورونا وېروس: د نړۍ په کچه د مړينو شمېر له لس زرو واوښت

د عکس سرچینه، AFP
د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د کورونا وېروس له امله له لسو زرو زیاتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د شمېرو له مخې ټولټال ۲۵۰ زره کسان په دې وېروس اخته دي چې وېل کېږي ۸۰ زره خلک ترې روغ شوي دي.
د دې وېروس له امله تر ټولو ډېر ځپل شوی هېواد ايټاليا دی چې یوازې تېرو څلوروېشتو ساعتونو کې ۶۲۷ کسان په کې مړه شوي له دې سره په ايټاليا کې د ټولو مړینو شمېر ۴۰۳۲ ته رسېږي.
په چين کې چېرته چې تېر کال د دغه وېروس لومړۍ پېښه ثبت شوې وه، د يوې بلې نوې پېښې راپور هم ورکړل شوی دی. په دې هېواد کې له درې زرو زيات کسان د دې وېروس له امله مړه شوي دي.
په انګلنډ او وېلېز کې له ۶۵ زره تقاعد شويو ډاکترانو او نرسانو غوښتل شوي چې د کورونا وېروس سره د مبارزې لپاره بيا کار پيل کړي. په بريتانيا کې ۳۲۶۹ کسان په دې وېروس اخته دي او ۱۷۷ نورو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د بريتانيا لومړي وزير بورېس جانسن په ننني خبري کنفرانس کې ويلي، چې د وبا د مخنيوي د ګامونو له مخې کولی شو چې د کورونا وېروس ختم کړو او له خلکو يې غوښتي چې کورونو کې پاتې شي.
په دې هېواد کې ښوونځي، رسټورانټونه، کاپي خونې او پبونه تړل کېږي.


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وېروس دوې نورې مثبتې پېښې هم په افغانستان کې ثبت شوې دي. دا دواړه پېښي د ایران سره پر پوله په لوېدیځ ولایت هرات کې رامنځ ته شوې دي.
د چارواکو په وينا دواړه کسان له ایرانه راغلي دي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار وایي د دې دوو پېښو په ثبتېدو سره اوس په افغانستان کې د کورونا د مثبتو پېښو شمېر ۲۴ ته ورسېد.
له ايټاليا او چين وروسته دغه وېروس ايران ډېر ځپلی دی، د دغه هېواد د روغتيا چارواکي وايي په ايران کې ۱۹ زره کسان کورونا وېروس لري او ټولټال ۱۴۳۳ کسان ترې مړه شوي، چې يوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۴۹ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د ایران په ګاونډ پاکستان کې ۴۹۵ کسان په دې وېروس اخته دياو درې کسان ترې مړه شوي دي.

د عکس سرچینه، EPA
سعودي عربستان کې ټولې کورنۍ الوتنې ځنډول شوې دي. په دې هېواد کې ۲۷۰ کسان دغه وېروس لري او تر اوسه د چا د مړينې خبر نه دی ورکړل شوی.
امريکا له مکسيکو او کاناډا سره خپلې پولې د ټولو غيرضروري ترافيکو پر مخ تړلې دي.
په امريکا کې دغه وېروس ۲۲۰ کسان وژلي او ۱۶ زره نور پرې اخته دي.










