افغانستان کې د کورونا دوه نوې مثبتې پېښې ثبت شوې

امریکا وايي، پر ایران په بندیزونو کې درمل او طبي توکي شامل نه دي

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، کورونا وېروس په نړۍ کې تراوسه د لس زره کسانو د مړينې سبب شوی

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وېروس دوې نورې مثبتې پېښې هم په افغانستان کې ثبت شوې دي. دا دواړه پېښي د ایران سره پر پوله په لوېدیځ ولایت هرات کې رامنځ ته شوې دي.

د چارواکو په وينا دواړه کسان له ایرانه راغلي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار وایي د دې دوو پېښو په ثبتېدو سره اوس په افغانستان کې د کورونا د مثبتو پېښو شمیر ۲۴ ته ورسېد.

په همدې وخت کې د هرات والي عبدالقیوم رحیمي د نوروز په مناسبت په خپل ویډیویي پیغام کې له خلکو غوښتي چې سږ کال نوروز په خپلو کورونو کې ولمانځي.

پرون د کورونا هغه ناروغ چې پوره شفا یې موندلې وه د هرات له روغتونه رخصت شو. دغه کس د ایران له قم ښار څخه افغانستان ته تللی و.

د افغانستان په هرات ولايت کې پرون د کورونا د آزمایښت مرکز هم پرانیستل شو خو تراوسه دغه مرکز د خپل کار پایله نه ده اعلان کړې.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په مزار شريف کې د نوروز جنډه چې هر کال به د زرګونو کسانو پر وړاندې پورته کېده سږ کال د کورونا وېروس د خپرېد له وېرې د شپې پورته شوه او چارواکو له خلکو غوښتي چې په خپلو کورونو کې نوروز ولمانځي.

کورونا
کورنا