کورونا وېروس: ايټاليا کې د وژل شويو شمېر تر چين ډېر شو

ویروس کرونا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، تېر کال د چين په وهان کې د کورونا وېروس لومړنۍ پېښه ثبت شوې وه

د راپورونو له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ايټاليا کې ۴۲۷ کسانو د کورونا وېروس له امله خپل ژوند بايللی دی، له دې سره په دې هېواد کې د ټولټال مړو شويو کسانو شمېر ۳۴۰۵ ته رسېږي چې په چين کې د وژل شويو له شمېر ډېر دی.

تېر کال د چين په وهان کې د کورونا وېروس لومړنۍ پېښه ثبت شوې وه، له هغه راهيسې تردې مهاله په ټوله نړۍ کې ۹۰۰۰ کسان د دې وېروس له امله مړه شوي او ۲۲۲ زره نور په دې وېروس اخته دي چې ۴۴۴۰ کسان ترې روغ شوي ‌دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونيو ګوتېرېش له نړیوالو مشرانو غوښتنه کړې چې د کورونا وېروس د مخنيوي لپاره يو ځای کار وکړي. د نوموړي په وينا که چېرې وېروس همداسې خپور شي دا به په نړۍ کې د ''ميليونونو کسانو د مړينې'' سبب وګرځي.

بل پلو د بريتانيا لومړي وزير بارېس جانسن ويلي، ډاډه دی چې بريتانيا به په راتلونکو دريو مياشتو کې د دې وېروس مخنيوی وکړي، خو په هغه صورت کې چې خلک د حکومت مشورې تعقيب کړي. نوموړي زياته کړه چې د کورونا وېروس پر يوه ناروغ د درملو ازموينه هم پيل شوې ده.

تر دې مهاله په بريتانيا کې ۱۴۴ کسان د دې وېروس له امله مړه شوي دي.

کورونا
کورنا

له ايټاليا او چين وروسته کورونا وېروس ایران ډېر ځپلی دی، د دې هېواد د روغتيا چارواکي وايي چې تر دې مهاله په ايران کې ۱۸زره کسان په دې وېرس اخته دي او ۱۲۸۴ کسان مړه شوي دي چې يوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۴۹ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

پاکستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په پاکستان کې تر دې دمه دوه کسان د کورونا وېروس له کبله مړه شوي، چې دواړه د خیبر پښتونخووا اوسېدنکي‌ وو.

د ايران ګاونډي‌ پاکستان کې پر کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر ۴۴۹ ته رسېدلی دی. د پنجشبنې پر ورځ په خیبر پښتونخوا کې ۲۳ او بلوچستان کې ۷۶ نوې مثبتې پېښې ثبت شوې وې. په دې هېواد کې د د ې وېروس له امله دوه کسان مړه شوي چې د خيبر پښتونخوا اوسېدونکي وو.

په افغانستان کې بيا د عامې روغتيا چارواکي وايي نن دويمه ورځ‌ ده چې په دې هېواد کې کې د کورونا کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.

ويل کېږي په افغانستان کې ۲۲ کسان په دې وېروس اخته دي چې يو یې رغېدلی او له روغتونه رخصت شوی دی.