ایا کورونا وېروس به د ایران او امریکا اړیکې ښې کړي؟

په ایران کې د کورونا وېروس له کبله لږترلږه ۱۳۵ کسان مړه شوي دي.

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، په ایران کې د کورونا وېروس له کبله لږترلږه ۱۳۵ کسان مړه شوي دي.

نړۍ له یوه داسې روغتیایي ناورین سره مخ ده چې ښایي‌ په تېره یوه پېړۍ کې یې سار نه وي لیدل شوی.‌

د کورونا وېروس له کبله ډېری هغه موضوعات له خلکو هېر شوي‌ چې عموماً د خبرونو په سرټکو کې وي.‌

ډېری کسان اوس پر دې بحث کوي چې ایا کورونا وېروس به پر نړیوالو چارو او اړیکو هم کوم اغېز ولري که نه.

د ایران او امریکا اوسنۍ اړیکې ښایي د دې بحث شنلو لپاره مناسبه موضوع وي.‌

دواړه هېوادونه پخوانۍ دوښمني او اختلافات لري، خو اوسمهال داړه د کورونا وېروس له ناورین سره مخ دي.‌

‌پوښتنه دا ده چې د دې وضعیت په پایله کې د دواړو هېوادونو د اړیکو د سمېدو څومره چانس شته.‌

ایران دا مهال له چین وروسه د کورونا وېروس له کبله تر ټولو ډېر ځپل شوی هېواد دی.

په ټول ایران کې شاوخوا ۱۷ زره کسان په دې وېروس اخته دي،‌ او له زرو ډېر کسان یې وار د مخه وژلي دي.‌‌

.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، په یوه بېساري ګام کې د ایران حکومت د پیسو له نړیوال صندوقه پنځه میلیارده ډالره مرسته غوښتې ده.‌

د ایران اقتصاد وار د مخه د امریکایي بندیزونو له کبله تر سخت فشار لاندې و.‌

که څه هم امریکا ټینګار کوي چې بندیزونه یې ایران سره د بشري مرستو مخه نه نیسي، خو د ایران پر مرکزي‌ بانک او همدا راز د تېلو پر خرڅلاو بندیزونو د ایران حکومت او ولس له سختو ستونزو سره مخ کړي.

په یوه بېساري ګام کې د ایران حکومت د پیسو له نړیوال صندوقه پنځه میلیارده ډالره مرسته غوښتې ده.‌

خو امریکا د دې صدوق د اجرائیوي بورډ غړې ده او د واشنګټن دریځ به دا ټاکي چې ایا ایران ته پور ورکولی کېږي او که نه.‌

یو شمېر امریکایي کارپوهان ټینګار کوي چې له ایران سره دې نه یوازې مرسته وشي، بلکې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ اداره دې په ایران کې روغتیایي ناورین ته په کتو لا ډېره مهرباني وکړي.‌

امریکا وايي، پر ایران په بندیزونو کې درمل او طبي توکي شامل نه دي

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، امریکا وايي، پر ایران په بندیزونو کې درمل او طبي توکي شامل نه دي

دوی ټینګار کوي چې د ایران په اړه د امریکا اوسنۍ پالیسي ناکامه او پر ځای ولاړه ده، او اوس د وضعیت بدلولو او اړیکو سمولو لپاره ښه فرصت دی.

د امریکا د جمهوریت پاله ګوند ځینې غړي او د ولسمشر ټرمپ پلویان وایي، دا ناورین د دې سبب کېدلای شي چې د ایران خلک د خپل رژیم پر ضد را پورته شي.

له همدې کبله دوی په ایران کې د کورونا وېروس ناورین په اوږدمهال کې د امریکا په ګټه بولي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مابک پومپیو هیله لري چې ایران به نیول شوي امریکایان خوشي کړي.

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مابک پومپیو هیله لري چې ایران به نیول شوي امریکایان خوشي کړي.

‌خو کارپوهان دا ذهنیت ناسم او د خندا وړ بولي،‌ او ټینګار کوي چې یو بشري ناورین باید له سیاسته لېرې وساتل شي.‌

کارپوهان وایي، په ایران کې دا مهال د کورونا وېروس پر ضد تر ټولو فعاله او منظمه مبارز د القدس ځواک کوي.‌

دوی په دې باور دي چې د دې ناورین له کبله به دا ځواک په ایران کې لا ډېر پلویان پیدا کړي او د امریکا پر ضد کرکه به لا ډېره په ایراني ولس کې خوره شي.‌

کارپوهان دا وېره هم لري چې که چېرته واشنګټن په اوسني وضعیت کې خپل دریځ نرم نکړي نو ایران به نور هم د چین او روسیې په څېر هېوادونو ته،‌ چې له لویدیځ سره ښې اړیکې نلري،‌ ور نژدې شي.

د ایران حکومت له نورو هېوادونو غوښتي چې د امریکا بندیزونه بابیزه وګڼي

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د ایران حکومت له نورو هېوادونو غوښتي چې د امریکا بندیزونه بابیزه وګڼي

د امریکایي چارواکو وروستۍ څرګندونې ښیي چې دوی لا هم د دیپلوماتیکو ګټو په غم کې دي.‌

د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو څو ورځې مخکې وویل، د ایران رژیم ملامته دی،‌ ځکه دوی په پیل کې د کورونا وېروس پر جدیت سترګې پټولې او پر وخت یې اړین ګامونه پورته نکړل.

ولسمشر ټرمپ او ښاغلي پومپیو دواړو په خپلو څرګندونو کې کورونا وېروس د (چینایي وېروس) په نامه یاد کړی، او دې کلماتو د چین غوسه هم را پارولې ده.

دوه توغندي په عراق کې د تاجي په نامه هغه هوايي اډه ولګېدل، چې د امریکا په مشرۍ د ټلوالې ځواکونه پکې مېشت دي

د عکس سرچینه، Twitter/OIRSpox

د عکس تشریح، دوه توغندي په عراق کې د تاجي په نامه هغه هوايي اډه ولګېدل، چې د امریکا په مشرۍ د ټلوالې ځواکونه پکې مېشت دي

‌له پوځي پلوه یوازې څو اوونۍ مخکې ایران او امریکا مخامخ جګړې ته نژدې شوي وو.

په منځني ختیځ کې د امریکایي پوخیانو قومندان جنرال فرانک مېکېنزي وایي،‌ د کورونا وېروس ناورین له کبله ایران له پوځي پلوه لا ډېر خطرناک شوی دی.‌

نوموړی وایي، امریکا نه غواړي چې په اوسني وضعیت کې داسې کوم ګام پورته کړي چې سیمه کې پوځي وضعیت ترینګلی کړي.‌

ایراني‌ ولسمشر حسن روحاني روانه اوونۍ یو ځل بیا ټینګار وکړ چې له امریکا یې د جنرال قاسم سلیماني د وژنې غچ اخیستی دی او بیا به هم غچ اخلي.

د ایران یو وتلی جنرال قاسم سلیماني او عراق کې د ملېشو مشر ابو مهدي المهندس د جنورۍ پر ۳مه د امریکا بې پیلوټه الوتکې برید کې ووژل شول.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د ایران یو وتلی جنرال قاسم سلیماني او عراق کې د ملېشو مشر ابو مهدي المهندس د جنورۍ پر ۳مه د امریکا بې پیلوټه الوتکې برید کې ووژل شول.

نو دې هر څه ته په کتو، داسې تمه نه کېږي چې د دواړو هېوادونو اړیکې دې په نژدې وخت کې ښې شي.‌

اوس به کتل کېږي‌ چې امریکا د پیسو نړیوال صدوق لخوا ایران سره د مرستې مخه نیسي، او که د مرستې اجازه ورکوي.‌

په دې اړه د امریکا پرېکړه به ډېره مهمه وي او ښایي په راتلونکي کې د اړیکو او سیاستونو لوری وټاکي.‌

امریکا په تېره فبرورۍ میاشت کې د سویس حکومت له لارې پیغام استولی و چې د ایران له ولس سره بشري مرستو ته چمتو ده.‌

خو واشنګټن هم په ځواب کې تمه لري چې ایران به ځینې امریکایي بندیان خوشي کړي، او د بهرنیو چارو وزیر د سې شنبې پر ورځ دې موضوع ته اشاره هم وکړه.

نازنین زاغري راتکلیف

د عکس سرچینه، Free Nazanin campaign

د عکس تشریح، ایراني چارواکو ایرانۍ نژاده برتانوۍ فعاله نازنین رټکلېف هم د څه مودې لپاره کور ته ولېږله.

ایران د هغو زرګونو زندانیانو په ډله کې چې په دې وروستیو کې یې د کورونا وېروس په تړاو د اندېښنو له کبله خوشي کړل،‌ ایرانۍ نژاده برتانوۍ فعاله نازنین رټکلېف هم د څه مودې لپاره کور ته ولېږله.

دا ګام د ایران د نرمېدونکي دریځ ښکارندوی دی،‌ او عمومي وضعیت سره مرسته کولی شي.‌

‌اوس نو د ولسمشر ټرمپ اداره باید دا پرېکړه وکړي چې ایران سره نرمي کوي او د اړیکو رغولو فرصت رامنځته کوي،‌ او که په دې تمه کېني چې بندیزونه او کورونا وېروس به ایران کې واکمن رژیم نسکور کړي.

.