کورونا وېروس: پښتونخوا کې ۲۳، بلوچستان کې ۷۶ نوې پېښې

د عکس سرچینه، Getty Images
په خیبر پښتونخوا او سند ایالتونو کې د کورونا وېروس د نویو مثبتو پېښو سره پاکستان کې پر دې وېروس د اخته کسانو شمېر ۴۴۹ ته رسېدلی دی.
د پنجشنبې پر ورځ په خیبر پښتونخوا کې ۲۳ او همدا راز بلوچستان کې ۷۶ نوې پېښې ثبت شوې دي.
په پاکستان کې تر دې دمه دوه کسان د کورونا وېروس له کبله مړه شوي، چې دواړه د خیبر پښتونخووا اوسېدنکي وو.
د پاکستان تر ټولو ګڼ میشتي ښار کراچۍ کې د کورونا وېروس مثبتو پېښو شمېر ۵۹ ته رسېدلی دی.
دا مهال په ټول سیند ایالت کې ۲۱۳، پنجاب کې ۷۸ ، خیبر پښتونخوا کې ۳۸ ، بلوچستان کې ۴۵، ګلګت بلتستان کې ۱۵ او پلازمېنه اسلام اباد کې ۸ کسان په کورونا وېروس اخته شوي دي.
د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې هم یوه مثبته پېښه رامخې ته شوې ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
په ټول پاکستان کې پنځه کسان تر دې دمه له دې وېروسه بېرته رغېدلي دي، او ۳۴۲ کسان تر درملنې لاندې دي.
د پاکستان د پوځ چارواکو بي بي سي ته ویلي چې د روان بحران سره د مبارزې لپاره د پوځ ټول روغتونونه چمتو دي او په ځینو کې یې د قرنطین ځانګړې خونې هم جوړې شوې دي.
پاکستان له ګاونډیو هېوادونو سره خپلې پولې هم د پنځلس ورځو لپاره تړلې دي او هوایي تګ راتګ یې هم کم کړی دی.
د پاکستان حکومت وار د مخه ټولې تعلیمي ادارې د اپرېل میاشتې تر پنځمې نیټې تړلې دي.










