کورونا وېروس: پښتونخوا کې ۲۳، بلوچستان کې ۷۶ نوې پېښې

په خیبر پښتونخوا او سند ایالتونو کې د کورونا وېروس د نویو مثبتو پېښو سره پاکستان کې پر دې وېروس د اخته کسانو شمېر ۴۴۹ ته رسېدلی دی.‌

د پنجشنبې پر ورځ په خیبر پښتونخوا کې ۲۳ او همدا راز بلوچستان کې ۷۶ نوې پېښې ثبت شوې دي.‌

په پاکستان کې تر دې دمه دوه کسان د کورونا وېروس له کبله مړه شوي، چې دواړه د خیبر پښتونخووا اوسېدنکي‌ وو.‌

د پاکستان تر ټولو ګڼ میشتي ښار کراچۍ کې د کورونا وېروس مثبتو پېښو شمېر ۵۹ ته رسېدلی دی.‌

دا مهال په ټول سیند ایالت کې ۲۱۳، پنجاب کې ۷۸ ، خیبر پښتونخوا کې ۳۸ ، بلوچستان کې ۴۵،‌ ګلګت بلتستان کې ۱۵ او پلازمېنه اسلام اباد کې ۸ کسان په کورونا وېروس اخته شوي دي.‌

د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې هم یوه مثبته پېښه رامخې ته شوې ده.‌‌‌

په ټول پاکستان کې پنځه کسان تر دې دمه له دې وېروسه بېرته رغېدلي دي،‌ او ۳۴۲ کسان تر درملنې لاندې دي.‌

د پاکستان د پوځ چارواکو بي بي سي‌ ته ویلي‌ چې د روان بحران سره د مبارزې لپاره د پوځ ټول روغتونونه چمتو دي او په ځینو کې یې د قرنطین ځانګړې خونې هم جوړې شوې دي.

پاکستان له ګاونډیو هېوادونو سره خپلې پولې هم د پنځلس ورځو لپاره تړلې دي او هوایي تګ راتګ یې هم کم کړی دی.

د پاکستان حکومت وار د مخه ټولې تعلیمي ادارې د اپرېل میاشتې تر پنځمې نیټې تړلې دي.