کورونا وېروس؛ ایټالیا کې په یوه ورځ ۴۷۵ کسان مړه شول

په ایټالیا کې په یوه ورځ د کورونا وېروس له امله ۴۷۵ کسان مړه شوي او دې سره په دغه هېواد کې له کورونا د مړو شمېر نژدې درې زرو کسانو ته ورسېد.

ایټالیا کې نژدې ۳۵ زره ۷۱۳ کسان کورونا وېروس نیولي، خو له څلور زرو ډېر پکې له دې ناروغۍ رغېدلي دي.

د ایټالیا تر ټولو ځپلې سیمه لومباردي کې په یوه ورځ ۳۱۹ کسان مړه شوي دي.

ایټالیا له چین وروسته- چې دا وېروس پکې پیدا شو- د کورونا له پلوه تر ټولو ډېر ځپل شوی هېواد دی.

له دې ناروغۍ تر ۸۷۵۸ کسان مړه شوي چې ډېری په چین کې دي.

د روغتیا نړیواله اداره وايي، پر کورونا له دوو لکه د ډېرو اخته شویو کسانو لوی اکثریت یا اتیا سلنه اروپا، او د اسیا پراخې سیمې په ګډون د ارام سمندر لوېدیځ کې دي.

ډېری هېوادونو د ټولنیز لرېوالي په ګډون سخت قیودات پلي کړي دي، چې د دې ویروس د لېږد مخنیوي کې مرسته وکړي او پر روغتیا برخه فشار کم کړي.

خو د روغتیا نړیوالې ادارې مشر تیدروس ګیبریاسوس د چارشنبې په ورځ وویل، د وبا د ځپلو او کنټرول لپاره هېوادونه باید قرنطین شي او معاینې، درملنه او پېژندنه وکړي.

د ایټالیا چارواکي د دې وېروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره له نژدې دوو اونیو راهیسې خپل هېواد قرنطین کړی دی.

له خلکو غوښتل شوي چې کور کې پاتې شي، خو بیا هم له دې ویروس مړینه په چټکۍ ډېرېږي.

د روغتیا نړیوالې ادارې د بېړنۍ برخې مشر مایک راین وايي، په ټولنه کې ډېر شمېر عمر خوړلي خلک او د روغتیا سیستم کې ډېر شمېر کېسونه ښايي د دې مرګ د زیاتوالي لامل وي.

نوره اروپا کې بد وضعیت

اسپانیا کې ۱۳۷۱۶ کسان پر کورونا اخته شوي او تراوسه ۵۹۸ کسان ترې مړه شوي دي.

فرانسه کې ۷۷۳۰ کسان پر کورونا اخته شوي او ۱۷۵ ترې مړه شوي دي دي.

برتانیا کې له کورونا ۱۰۴ کسان مړه شوي دي.

جرمني کې په دې ویروس له اتو زرو ډېر کسان اخته دي چې دوولس پکې مړه شوي دي.

بلجیم کې نږدې ۱۵ سوه کسان په کورونا اخته شوي او ۱۴ پکې مړه شوي دي.