تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
له کورونا ویروس ډار زموږ پر روان څه اغېز کوي؟
د امریکا په ګډون د نړۍ د مختلفو هېوادونو پلورنځیو کې د ماسکونو او د ټټۍ یا تشناب کاغذونو تشې المرۍ له نا پېژندل شوې ناروغۍ سره د مقابلې لپاره د خلکو ډار او وهم ښيي.
د دې بلا ناپېژندل شوی عنصر هغه څه دي چې خلک نه پوهېږي څنګه مقابله ور سره وکړي.
خو پوښتنه دا ده چې له دې ویروس زموږ وېره خو د ډېرو تدابیرو یا سرخوږي سبب نه کېږي. څنګه پر خپلو حواسو واک ولرو او د بدې پېښې پر مهال د خپل ذهن او روان دفاع وکړو.
"زموږ وېره له پېښو سره ولې تل یو شان نه وي" په نوم د کتاب لیکوال ډیویډ روپیک وايي: "په کورونا لا هم کم پوهېږو او کله چې یو خطر پوره نه پېژنو نه پوهېږو چې له ځان او خپلوانو ځنګه دفاع وکړو او دا زموږ وېره زیاتوي".
کورونا ویروس د انسانانو لپاره سخت یا جدي خطر دی او نه پېژندل یې لا ډاروونکې کوي، ځکه نه پوهېږو چې څنګه دفاع وکړو.
الن پېټرز- چې د انسانانو د پرېکړو او قضاوت د څرنګوالي برخه کې ډاکټري لري او اورګان پوهنتون کې د علمي اړیکو د څېړنځي مشره ده- وايي، کله چې انسان نه پوهېږي، څه پېښږي، نو سخت غبرګون ښيي:
"دا ډول غبرګون کې تر ډېره د ممکنه پېښېدو پر ځای تر ډېره له احتمالاتو سره ښکېل یو".
دا امکان چې یو څوک ناروغ شي، یا که ناروغ او روغتون کې بستر شو او ژوند یې له لاسه ور کړ، نو د هغه کس ذهن کې ډېر ګرځي را ګرځي چې له ناپېژندلي خطر سره لاس ګرېوان دی.
مېرمن پېټرز وايي، موږ د یوه شي د پېښېدو د امکان په ځای د هغه پر منفي احتمالاتو ډېر فکر کوو:
"د ساري په ډول کورونا تر ډېره ډېر کمزوري او عمر خوړلي کسان نیسي، خو کوم کسان چې له دې ناروغۍ ډارېږي، بې له دې چې خپل عمر او بدني روغتیا ته پام وکړي، د هغې منفي اړخونو، احتمال او مرګ ته فکر وړي دي".
د وېرې ستایل
انسان چې نني پرمختګ کې څومره د زړورتیا احسامن دی، هغومره د ډار پوروړی هم دی.
مېرمن پیټرز وايي، همدا وېره وه چې د انسان تکامل یا بشپړتیا کې یې مرسته وکړه او له خطرو یې ځان بریالی و اېست: "موږ پوهېږو چې زمری خطرناک دی او باید له هغه وتښتو".
وېره ښايي منطقي وي، ځکه تر یوې اندازې د اړینو دارو درملو او خوراکتوکو ذخیره بده پرېکړه نه ده. دا ډول کنسرټونه او هوايي سفرونه کمول هم د دې ناروغۍ مخنیوي کې مرسته کولی شي. خو کله دا وېره دومره ډېره شي لکه ډېر مواد ذخیره کول چې نورو ته هیڅ پاتې شي.
ښاغلی روپیک د انسان اوسنی احساسي عمل له پخوا سره تړلی بولي او وايي، پخوا به چې زمري یا پړانګ برید کاوه، انسان د فکر کولو فرصت نه درلود او تېښتېده، خو اوس سره له دې چې نړۍ بدله شوې او خطرې هم پېچلې شوې، خو انسان لا هم هماغه احساسي عمل کوي.
ټولیزې رسنۍ او د خطر سترول
ډیویډ روپیک- یو وخت خبریال و- وايي، رسنۍ تل د پېښو د خبرداري برخې ستروي، خو زیاتوي چې اوس پر رسنیو خواله رسنۍ هم ور ډېرې شوې او دا وروستۍ رسنۍ تر نورو څو چنده دا کار کوي او پېښې لا ډېرې ستروي:
"موږ ټوېټ او انستاګرام یا فیسبوک سره وېره څو برابره زیاتوو. سره له دې چې رسنۍ خطرې خپروي، خلک یې په بیا خپرولو سره هڅه کوي چې له کاروان شاته نه شي او خپلې وېرې خپرې کړي، داسې وېرې چې مخاطب یې جذب کړی او د نورو کسانو لپاره یې خپروي او دې سره دا خطر لا لوی او لا ډېر سترېږي".
د وېرې د پرنجي مخه ونیسئ
ښاغلی روپیک وايي، څومره مو چې باید پام دې ته وي، چې څوک زموږ لور ته پرنجی او ټوخلې ونه کړي چې ناروغي را نه شي، دا ډول باید هغومره پام دې ته هم وکړو چې بل څوک زموږ وېره زیاته نه کړي او د دوی وېره موږ ته ونه رسېږي. موږ هم باید نور خلک ونه وېروو.
"بې ځایه او ډېره وېره سبب کېږي چې زموږ بدن د ناروغیو په مقابل کې لا ډېر زیانګالی یا اسېب پذیر شي. موږ په خودکار ډول د وېرې په وخت هغه برخې خاموشوو چې احتیاج ورته نه یو، داسې لکه کله به چې له داړونکو ژوو یا حیواناتو تښتېدو نو دفاعي سیستم ته به مو اړتیا نه درلوده".
له وېرې سره څنګه مقابله وکړو؟
مېرمن پیټرز وايي، رسنۍ تل خطرناک اړخونه بیانوي، لکه د وژل شویو کسانو، د تړل شویو ښوونځیو او د لغوه شویو الوتنو شمېر:
"خو موږ باید د خبر لوستونکو په څېر د خبر نورو اړخونو ته هم پام وکړو، لکه د هغو کسانو شمېر چې له دې ناروغۍ روغ شوي دي".
نوموړې دا هم وايي، چې اخطاري اړخونو ته باید تر خپلې اندازې پام وشي، ترڅو تیار اوسو، خو کله چې ورته تیار یو، بیا نو خبرداریو څارلو ته اړتیا نشته:
"د دې لپاره پکار ده هغو شیانو ته پام وکړو چې ور سره مینه لرو، لکه زه له خپلې کورنۍ او ملګرو سره بنډار خوښوم، یا په ونو کې ناستې مرغۍ خوښوم".