کورونا وېروس: پاکستان کې لومړۍ مړينه او د نورې نړۍ حال

د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې له دوه سوه زره زيات خلک د کورونا پر وېروس اخته شوي او تر دې مهاله له اتو زرو زياتو کسانو د دې وېروس له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د نړۍ تر ټولو ځپل شوی هېواد چين دی، د دغه هېواد په وهان کې د کورونا وېروس لومړۍ پېښه ثبت شوه. له چين وروسته ايټاليا کې د دې وېروس له امله نژدې درې زره کسان مړه شوي چې يوازې يوه ورځ کې د وژل شويو شمېر ۴۷۵ کسان ښودل شوی دی.

بل پلو پاکستان کې د خيبر پښتونخوا حکومت په دې صوبه کې د کورونا وېروس له امله د دوو کسانو د مړينې خبر ورکړی دی.

د خيبرپښتونخوا د روغتيا وزير تېمور خان پر خپله ټوېټر پاڼه ليکلي چې يو کس په مردان او بل چې ۳۶ کاله عمر لري په پېښور کې د دې وېروس له امله مړه شوي دي.

د پاکستان څنګلوري افغانستان کې بيا د عامې روغتيا وزارت وايي، تېره ورځ په دې هېواد کې د کورونا کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې خو د دغه وزارت وياند وحيدالله مايار وايي، په افغانستان کې تر دې مهاله د کورونا د مشکوکو پېښو شمېر ۳۴۰ ته رسېدلی دی.

اوسمهال د کورونا وېروس ازموینې یوازې په کابل کې د عامې روغتیا وزارت په لابراتوارونو کې کېږي چې د ټولو ولایتونو مشکوکې بېلګې کابل ته لېږدول کېږي.

خو د عامې روغتیا وزارت ټاکل شوې په څو ورځو کې په هرات او بلخ کې هم د روغتیا د نړیوالې ادارې له تاييد وروسته د تشخیص دوه مرکزونه پرانیستل شي.

تراوسه په ټول افغانستان کې د کورونا ۲۲ مثبتې پېښې ثبت شوې چې ۱۳ يې په هرات، ۳ په سمنګان، دوې يې په لوګر او یوه یوه یې په بلخ، کاپیسا، دایکندي او بادغیس کې ثبت شوې دي.

د رسمي شمېرو له مخې په ايران کې د مړو شويو شمېر ۱۱۰۰ کسان ښودل شوی چې له چين او ايټاليا وروسته تر ټولو ډېر کسان په کې د کورونا وېروس له امله مړه شوي دي.

په بريتانيا کې د کورونا ويروس له امله د مړو شويو کسانو شمېر ۱۰۴ ته رسېدلی دی، د بريتانيا د روغتيا اداره وايي په انګلنډ کې په يوه ورځ کې ۳۲ کسان د دې ويروس له امله مړه شوي دي. د يادې ادارې په وينا د دغو کسانو عمرونه له ۵۹ تر ۹۴ کلونو پورې وو او له پخوا يې روغتيايي ستونزې لرلې.

د جرمني لومړۍ وزير انګلا مرکل ويلي چې له کورونا سره مبارزه له دويمې نړيوالې جګړې راوروسته کورونا په يوې لويې ننګونې اوښتې ده. په دې هېواد کې په تېره يوه ورځ کې دوه زره کسان په دې وېروس اخته شوي چې ټولټال شمېر يې ۱۱ زرو ته رسېدلی دی.

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د کاناډا لومړي وزير جسټن ټروډو د دغو دواړو هېوادونو تر منځ د پولې په تړولو موافقه کړې ده. ښاغلي ټرمپ په يوه ټويټ کې ويلي چې په موقت ډول له کاناډ سره خپلې پولې ټړي.

په امريکا کې تراوسه ۶۵۰۰ کسان په دې وېروس اخته شوي او ۱۱۴ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په کاناډا کې بيا په دې وېروس د ۶۰۰ کسانو د اخته کېدو خبر ورکړل شوی دی.