تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
غزه کې دوه نیمې لسیزې وروسته د ګوزڼ لومړۍ مثبته پېښه ثبت شوې
د ملګرو ملتونو د یوه تازه رپوټ پر بنسټ غزه کې یوه لسن کلنه ماشومه ګوزڼ زیانمنه کړې او فلج شوې ده.
ملګرو ملتونو ټینګار کړی چې چې دلته په تېرو ۲۵ کالونو کې د ګوزن (پولیو) کومه پېښه نده لېدل شوې خو په غزه کې له تېرو ۱۱ میاشتو پرلپسې جګړو وروسته دې لومړۍ پېښې د ډېرو پام ځانته اړولی دی.
تېره جون میاشت کې چې کله غزه کې اوبه معاینه شوې وې نو پکې د سر دوه پولیو ویروس لیدل شوې وو او تازه پکې د پولیو مثبته پېښه ثبت شوې.
د روغتیا نړیوالې ټولنې مشر پر دې وضعیت خواشیني ښودلې او ټينګار یې کړی چې په را روانو اونیو کې باید د واکسینو لړۍ پیل شي.
ویل کېږي چې ګوزن وهلې لس کلنه ماشومه نه وه واکسین شوې، د دغې ماشومې چې نوم یې نه دی ښودل شوی یو زنګون فلج شوی خو روغتیایې وضعیت یې ډېر بد نه دی رپوټ شوی.
پولیو څه شی دي؟
پولیو ویروس له ناپاکو اوبو په چټکۍ سره خپریدونکې ویروسي ناروغي ده، دا یوه خطرناکه داسې ناروغي بلل کېږي چې له کبله یې یو څوک ټول عمر فلج کیدی شي، د ګوزن له پېښو تر ډېره له پنځو کالونو کم عمره ماشومان زیانمنېږي.
د ګوزن تر ټولو ډېرې پېښې افغانستان او پاکستان کې ثبتېږي او نوره نړۍ کې یې بېلګې ډېرې نشته.
ګڼو ټولنو غزه کې د پولیو د دغې پېښې په ثبتېدو اندېښنه ښودلې او په ښکاره یې دلیل غزه کې د واکسیناسیون د پروګرام ځنډول بللی دی، دوی همدا راز ویلي روانو جګړو غزه کې د اوبو کیفیت بدل کړی دی.
د پولیو ویروس مخنیوي په موخه ملګرو ملتونو څو ځله د لنډمهاله یا لږ تر لږه د یوې اونۍ لپاره د اوربند غږ کړی دی، ملګرو ملتونو ویلي دا په غزه کې له لسو کالونو څخه د کم عمره ۴۰ زرو ماشومانو د ژوند سوال دی.
د ملګرو ملتونو سرمنشي آنتونیو ګوترېش ویلي " غزه کې سلګونه زره ماشومان له ګواښ سره مخ دي."
نوموړي د واکسیانسیون د پیل لپاره د مالي امکاناتو، وسایلو او د باور وړ مواصلاتي نظام غوښتنه کړې ده.
پر همدې مهال د روغتیا نړیوالې ټولنې د غزې لپاره د واکسینو ۱۶ سوه زره نسخې منظورې کړې.
بلخوا د ملګرو ملتونو د ماشومانو د برخې (یونیسیف) اجراییوي مشر کېتهرن رسل ویلي چې له دوه نیمو لسیزو وروسته په غزه کې د پولیو کومې مثبتې پېښې ثبتېدل ښیې چې "دلته وضعیت څومره خراب او د اندېښنې وړ دی.
اخوا د اسرائیلو دفاعي ځواکونو ویلي چې غزې ته یې د واکسینو د لېږد مخنیوی نه دی کړی او واکسین لېږدول کېږي.
غزه کې له تېرو ۱۱ میاشتو روانو جګړو له کبله چې د ژوندانه بڼه یې بدله کړې د رنګا رنګ ناروغیو خپرېدو او لوږې ور ها خوا د زرګونو ماشومانو ژوند هم اخیستی.
د دغې جګړې د درېدو لپاره که څه هم په روانو ورځو کې یو ځل بیا د اوربند او بندیانو د خوشي کېدو هڅې ګړندۍ شوې خو لا یې هیڅ پایله نشته.