''هندي هوايي شرکتونو افغانستان ته الوتنې ځنډولې''

ایر انډیا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، افغان چارواکي وايي، مخکې هره ورځ د ډیلي او کابل تر منځ نژدې دوه نیم زره کسانو سفر کاوه، خو اوس دغه شمېر نژدې ۵۰۰ کسانو ته رسېدلی
    • Author, وحید پیکان
    • دنده, بي بي سي

د افغانستان ملکي هوايي چلند ادارې مسوولین وايي، د هند پلازمېنې ډیلي ته د پاکستان له لارې د الوتنو اجازې نه موندلو له کبله ټولو هندي هوايي شرکتونو افغانستان ته خپلې الوتنې درولې دي.

د دغې ادارې مشر محمد قاسم وفايي زاده وايي، دا چې لا هم د افغانستان او هند ترمنځ هوایي تګ راتګ لپاره د پاکستان هوایي حریم تړل شوی، نو اوس ټولو هندي هوايي شرکتونو د افغانستان لور ته الوتنې درولې دي.

د دغې ادارې چارواکي وايي، د هند او افغانستان ترمنځ هوایي تګ راتګ لپاره د پاکستان هوايي حریم تړل کېدو له کبله افغانستان ته نژدې اته میلیونه ډالره زیان رسېدلی دی.

پاکستاني چارواکو نژدې میاشت مخکې له هند سره له تاو تریخوالي وروسته خپل هوايي حریم د ټولو الوتکو پر مخ وتاړه، خو وروسته یې له عبوري یا ټرانزیټ الوتنو پرته د ځايي الوتنو لپاره د خپل هوايي حریم پرانیستلو اعلان وکړ.

د افغانستان هوايي چلند ادارې مسوولین وايي، د پاکستاني چارواکو د اعلان پر بنسټ به د افغانستان له لوري د هند خوا ته د ټرانزیت هوايي لاره د اپریل تر لومړۍ نېټې تړلې ده.

دوی وايي له یوې میاشتې راهیسې پاکستان هره اونۍ دغه بندیز تمدیدوي.

اوسمهال د هند او افغانستان تر منځ له دوه ساعته کم هوايي سفر نژدې شپږو ساعتونو ته اوږد شوی دی، چې د پاکستان پر ځای د ایران له لارې او یا د هند سمندر له لارې تر سره کېږي.

مسوولین وايي، میاشت مخکې هره ورځ د ډیلي او کابل تر منځ نژدې دوه نیم زره کسانو تګ راتګ کاوه، خو اوس د مساپرو شمېر نژدې ۵۰۰ کسانو ته راټیټ شوی دی.

هند الوتکه

د عکس سرچینه، Getty Images

د دې تر څنګ یوه میاشت مخکې نژدې ۳۵۰ الوتنې د افغانستان له هوايي حریمه تېرېدې، چې ډېرې یې د پاکستان له لارې افغانستان ته ننوتلې.

ښاغلي وفايي وايي، د پاکستان هوايي حریم تړل کېدو له کبله دې برخه کې افغانستان ته میلیونونه ډالره زیان رسېدلی. پاکستان له هغه وروسته خپل هوايي حریم وتاړه چې هندي چارواکو ادعا وکړه، په پاکستانۍ خاوره کې دننه یې د جیش محمد نومې وسله والې ډلې پر یوه مرکز بمباري کړې ده.