کورونا وېروس؛‌ افغانستان له ځینو هېوادونو سره دوه اړخیزه الوتنې درولې

ایر انډیا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، افغان چارواکي وايي، مخکې هره ورځ د ډیلي او کابل تر منځ نژدې دوه نیم زره کسانو سفر کاوه، خو اوس دغه شمېر نژدې ۵۰۰ کسانو ته رسېدلی

د افغانستان ملکي او هوايي چلند ادارې د کورونا وېروس د پراخېدو د مخنیوي په موخه له څو هېوادونو سره دوه اړخیزه الوتنې درولې دي.

د دغې ادارې مشر محمد قاسم وفایي زاده بي بي سي ته وویل، له همدې امله دوو کورنیو هوايي شرکتونو کابو ۱۸ میلیون ډالر تاوان کړی دی.

د ښاغلي وفایي زاده په وینا، افغانستان هم له دې امله، چې د نورو هېوادونو الوتنو د افغانستان له هوايي حریم د تېرېدو کچه کمه کړې ده،‌ په تېرو دوو اونیو کې شاوخوا پنځه میلیون ډالر زیان لیدلی دی.

د کورونا وېروس خپرېدو نه یوازې په نړیواله کچه د سر زیان اړولی، بلکې په هېوادونو کې یې،‌ په بېلابېلو برخو، په ځانګړې توګه په اقتصادي برخه کې زیان اړولی دی.

ددغو اقتصادي زیانونو یو ډول د هوايي لارو له درکه د پیسو لاسته راوړل او د الوتنو درېدل یادولی شو چې د افغانستان د ملکي خدمتونو او هوايي چلن ادارې په وینا، په وروستیو دوو اونیو کې د کورونا وېروس د وېرې له کبله د شرکتونو کابو اتیا سلنه الوتنې نورو هېوادونو ته کمې شوې او افغانستان ته هم د بهرنیو هېوادونو نژدې ۵۰ سلنه الوتنې کمې شوې دي.

ددغې ادارې مشر قاسم وفايي‌زاده بي بي سي ته وویل، د کورونا وېروس د وېرې له خپرېدو سره ښايي ددغو الوتنو کچه تر ۹۰ سلنه راټیټه شي:

"د افغانستان هوايي چلند ملکي خدمتونو اداره هم د سیمې او نړۍ په شان د کورونا وېروس پراخېدو له امله اغیزمنه شوې ده. اوس موږ له چین، هند، تاجکستان، ازبکستان، سعودي عربستان سره دوه طرفه پروازونه په بشپړه ډول درولي دي او له ایران سره مو پروازونه ۹۰ سلنه کم شوي دي. له ترکیې او دوبۍ سره پروازونه دوام لري، ځکه موږ د ترانزیت له پلوه د دغو دوو هېوادونو په هوايي ډګرونو پورې تړلي يو."

امریکا وايي، پر ایران په بندیزونو کې درمل او طبي توکي شامل نه دي

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، کورونا وېروس په نړۍ کې تراوسه د لس زره کسانو د مړينې سبب شوط

د ښاغلي وفایي زاده په خبره، دوو کورنیو هوايي شرکتونو د پروازونو درېدو او د ملکي خدمتونو او هوايي چلند ادارې د افغانستان له هوا د بهرنیو الوتکو د کمې تېرېدو له امله په وروستیو دوو اونیو کې ډېرزیان لیدلی دی:

"هغه اټکلي شمېري چې موږ له کام ایر او اریانا افغان هوايي شرکتونو تر لاسه کړي دي. د کورونا وېروس خپرېدو مودې وروسته دوی د پروازونو کمېدو او درېدو له امله کابو ۱۸ میلیون ډالر زیان لیدلی دی. خپله د افغانستان ملکي خدمتونو او هوايي چلند ادارې هم د افغانستان له هوا د بهرنیو الوتکو نه تېرېدو او پارکنګ له امله شاوخوا پنځه میلیون ډالر تاوان کړی دی."

د ملکي خدمتونو او هوايي چلند ادارې په وینا، په کورنیو الوتنو کې لویه برخه پروازونه هرات او بلخ ته کم شوي دي.

د افغانستان او څو هېوادونو تر منځ د الوتنو درېدو، په ځانګړي ډول له هند سره، د هغو ناروغانو لپاره لویه ستونزه جوړه کړې ده، چې دغه هېواد ته د درملنه لپاره تللي دي.

کورونا
کورنا
د ویډیو تشریح، کورونا وېروس؛ ایټالیا کې روان وضعیت د یوه روم مېشتي افغان له خولې