ایران کې د ګاډو ټکر ۲۴ افغان مسافر وژلي

ایران په نړۍ کې د ترافیکي پېښو له پلوه تر ټولو خطرناک هېواد بلل شوی دی.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، ایران په نړۍ کې د ترافیکي پېښو له پلوه تر ټولو خطرناک هېواد بلل شوی دی.

د افغانستان کډوالو چارو وزارت بي بي سي ته ویلي، د ایران په 'سیستان بلوچستان' ولایت کې د ټکر له کبله ۲۸ کسان وژل شوي چې ۲۴ په کې افغانان دي. ۲۸ نور ټپیان شوي.

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت ویاند عبدالباسط انصاري ویلي، د پنجشنبې په ګهیځ شاوخوا څلور بجې دا پېښه شوې او دوه مسافر وړونکي، موټر ټکر سره شوي چې ۲۴ افغانان په کې سپاره وو.

ښاغلی انصاري وايي، دغه افغانان په قاچاقي ډول ایران ته تللي وو.

په څلورو وژل شویو ایرانیانو کې دوه موټر چلوونکي او دوه کلینران دي.

نوموړی وايي، د ځینو ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی او د ځینو بیا ډاډمن دی.

دی وايي، د پېښې ځای ته له تهرانه د افغانستان د سفارت ځینې چارواکي ورغلي دي.

په ۲۰۱۳ کال هم ایران کې یوې ترافیکي پېښې د ۱۵ افغانانو ژوند اخیستی و.

ایران

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په ایران کې د موټر ځغلولو ډېر سرعت، د ګاډو ناخوندي توب او ترافیکي پېښو ته نه درناوی د ډېرو پېښو او وژنو دلایل بلل کېږي.

هر کال زرګونه افغانان ایران ته په ناقانونه توګه ځي، چې د لارې په اوږدو کې له بېلابېلو ستونزو او کړاوونو سره مخامخېږي او ان ځینو ته یې دا سفر د سر په بیه هم تمامېږي.

ایران په نړۍ کې د ترافیکي پېښو له پلوه تر ټولو خطرناک هېواد بلل شوی دی.

شمېرې ښيي چې په ایران کې د کال تر ۴۰۰ زرو ډېرې ترافیکي پېښې کېږي او شاوخوا ۲۰ زره کسان په کې مري.

په ایران کې د موټر ځغلولو ډېر سرعت، د ګاډو ناخوندي توب او ترافیکي پېښو ته نه درناوی د ډېرو پېښو او وژنو دلایل بلل کېږي.