ایران کې د موټرو ټکر ۴۴ کسان وژلي

د ایران پلازمېنې تهران جنوب کې د مسافرو دوه موټر ټکر شوي، چې لږترلږه ۴۴ کسان په کې وژل شوي او همدومره نور ټپیان دي.
حکومتي تلوېزیون ویلي، پېښه د دوشنبې پر ورځ ناوخته وروسته تر هغه وشوه، چې یو موټر له سړکه ووت.
ګاډی له مقابل لوري له یوه بل راتلونکي موټء سره ټکر شوی.
د ایران تلوېزیون ویلي، پېښه کې لږترلږه ۴۴ کسان وژل شوي، او ټپیان د قم روغتون ته لېږدول شوي.
ایران د نړۍ یو له هغو هېوادونو دی، چې ترافیکي پېښې او ټکر په کې ډېر دي.
شمېرې ښيي، چې ایران کې هرکال د ترافیکي پېښو له کبله تر ۲۰ زرو ډېر کسان مري.
تر ډېره ددغو پېښو لامل د چلوونکو بې غوري او د لارو کږلېچونه ښوول شوې ده.




