پاکستان: ترافیکي پېښه کې ۱۲ کسان وژل شوي

د پاکستان سند ایالت دادو ښار ته څېرمه د یوه بس ګاډي چپه کېدو له کبله ۱۲ کسان وژل شوي او ۲۷ ټپیان دي.
د پاکستان دولتي راډیو په رپوټ کې ویل شوي چې وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شته.
د پولیس په وینا بس ګاډی له شهداد کوټ سیمې کراچۍ ښار ته پر لار وو، چې له پېښې سره مخامخ شو. د پېشې سبب تر اوسه معلوم نه دی.
له دې مخکې د شنبې په ورځ ( جولای ۶ ) د پاکستاني پنجاب په شیخوپوره سیمه کې د ریل ګاډي او موټرسیکل رکشې په ټکر کې لږ تر لږه ۱۲ کسان ووژل شول.
پېښه په خانپور سیمه کې رامنځ ته شوې وه.
د امریکا له اي پي خبري اژانس سره خبرو کې د پولیسو ځايي مشر همایون تارړ ویلي و، چې رکشه ډرېو د ریل له پټلۍ د رکشې تېرولو پر مهال نژدې روان ریل ګاډی و نه لید او ریل رکشه ووهله.
د پېښې په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل وو.
پاکستان کې له دې مخکې هم د بې احتیاطۍ او ناسمو لارو له کبله د ټکرونو خونړۍ پېښې شوې دي.








