پنجاب: د اورګاډي او رکشا ټکر ۱۱ مساپر ووژل

اورګاډی
د عکس تشریح، پاکستان کې تر دې مخکې هم د اورګاډي مرګونې پېښې رامنځ ته شوې دي.

د پاکستان پنجاب ایالت شیخوپوره ښار ته څېرمه یوه مساپر وړونکې رکشا له یوه اورګاډي سره ټکر شوې، چې لږترلږه یوولس مساپر یې وژلي دي.

حکومتي سرچینې وايي، پېښه د شیخوپوره ښار خانپور کې رامنځ ته شوې ده.

د همایو تارړ په نامه د پولیسو یوه افسر اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي، پېښه هغه مهال وشوه، چې د رکشا چلوونکی د اورګاډي پټلۍ ته ورسېد او له بلې خوا پرې اورګاډی راغی.

چارواکي وايي، په وژل شویو یوولسو کسانو کې دوې ښځې او ماشومان هم دي.

ژوبل شوي کسان روغتون ته لېږدول شوي.

د ځینو ټپیانو وضعیت د اندېښنې وړ ښوول شوی.

پاکستان کې تر دې مخکې هم د اورګاډي مرګونې پېښې رامنځ ته شوې دي.

لاهور

بل خوا، د پاکستان لاهور ښار د خوړنځي په یوه ګڼه ګوڼه کې د ماین چاودنې لږترلږه درې کسان وژلي او ګڼ نور یې ټپیان کړي دي.

سیمه ییزو رسنیو ویلي، داسې مهال وشو، چې خلک د شنبې پر شپه انارکلي سیمې رسټورانټونو کې پر ډوډۍ خوړلو بوخت وو.

لاهور
د عکس تشریح، د چاودنې پرمهال سیمه کې ډېره ګڼه ګوڼه وه.

ویل کېږي، چاودنه کې نژدې ۴۰ کسان ټپیان شوي، چې د ځینو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی.

تر اوسه د چاودنې پړه چا نه ده منلې.

د نسید احمد په نامه یوه هټیوال رویترز خبري اژانس ته ویلي "د چاودنې سیمه کې لوخړې شوې او د یوې شېبې لپاره هرڅه ګډوډ وو".

د ذوالفقار حمید په نامه یوه پولیس ویلي، بم پر یوه یخچال پورې نښلول شوی و.

عیني شاهدان وايي، د کړکیو ماتې ښیښې یې لیدلې او د هوټل هرڅه یې ویجاړ کړي دي.

لاهور د پاکستان پنجاب ایالت هغه لوی ښار دی، چې په تېرو څو میاشتو کې نسبتاً ارامه شوی و.