ایران کې ترافيکي پېښې ۱۵ افغانان وژلي

د ایران په یوه ترافیکي پېښه کې ۱۸ کسه وژل شوي چې ۱۵ يې افغانان وو.
یوه تیل وړونکې لارۍ چې د چارواکو په وینا يې تیل قاچاقول له داسې موټر سره ولګېده چې ناقانونه افغانان یې لېږدول.
ایراني چارواکي وايي په وژل شويو کې ۱۵ هغه افغانان وو چې د دوی خاورې ته په ناقانون ډول ننوتي وو.
دا نه دې ويل شوي چې دغه افغانان د افغانستان د کومې سيمې اوسېدونکي دي.
رپوټ وايي تر ټکر وروسته تیل وړونکې لارۍ په اور کې لولپه شوه.
ایران په نړۍ کې د ترافیکي پېښو له پلوه تر ټولو خطرناک هېواد بلل شوی دی.
شمېرې ښيي چې په ایران کې د کال تر ۴۰۰ زرو ډېرې ترافیکي پېښې کېږي او شاوخوا ۲۰ زره کسان په کې مري.
په ایران کې د موټر ځغلولو ډېر سرعت، د ګاډو ناخوندي توب او ترافیکي پېښو ته نه درناوی د ډېرو پېښو او وژنو دلایل بلل کېږي.
په ایران کې شاوخوا یو میلیون افغانان د کډوالۍ ژوند کوي.
ایراني چارواکي وايي خورا ډېر افغانان په ناقانونه ډول د کار لپاره ورځي چې که د دوی لاس ته ورشي قانوني چال چلند به ورسره وکړي.








