د کابل ښار لومړۍ حوزې امنیتي چارواکو دندې وځنډول شوې

د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویلي، د سه شنبې ورځې برید په تړاو له چارواکو پوښتنې ګروېږنې کېږي.

د عکس سرچینه، MoI

د عکس تشریح، د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویلي، د سه شنبې ورځې برید په تړاو له چارواکو پوښتنې ګروېږنې کېږي.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویلي، د کابل د سه شنبې ورځې پېښې په تړاو د ښار لومړۍ حوزې امنیتي چارواکو دندې ځنډول شوي او پولیسو ته امر شوی چې له چارواکو پوښتنې وکړي.

د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې چې نن پنجشنبې (ثور/ غویي ۲مه) رسنیو ته لېږل شوې ویل شوي، د کورنیو چارو وزیر تاج محمد جاهد امر کړی چې د کابل ښار لومړۍ حوزې د پولیسو قومندان، له جنایي جرمونو سره د مبارزې مدیر، له ترهګرۍ سره د مبارزې مدیر، د سیمه کنټرول آمر او د سیمه ییز ټولي قومندان دندې وځنډول شي.

هغه پولیسو ته ویلي چې له دې چارواکو د سه شنبې ورځې د پېښې په تړاو پوښتنې ګروېږنې وکړي.

د کابل په پل محمود خان سیمه کې د سه شنبې ورځې موټربم ځانمرګي برید ۶۴ کسان ووژل او ۳۴۷ نور ټپیان کړل. دا د طالبانو یو له خونړیو بریدونو و.

طالبانو ددې مسوولیت منلی دی. د کابل د امنیت رییس محمد عمر عزیزي تېره ورځ وویل، لومړنۍ څېړنې ښيي چې د حقاني شبکه په دې برید کې لاس لري.

د افغانستان دولت د برید څېړنې لپاره د ملي امنیت عمومي ریاست په مشرۍ یو پلاوی ټاکلی.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د طالبانو برید وغنده او هغوی ته په خطاب یې وویل: "موږ تراوسه ستاسو د وژلو نیت نه درلود، خو تاسو موږ اړ کړو."

د سه شنبې ورځې (حمل/ وري په ۳۱مه) په لومړیو کې دوو ځانمرګو بریدکوونکو د ملي امنیت ریاست د مهمو څېرو (رجال برجسته) ساتنې اداره په نښه کړه.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت وړاندې ویلي و، له چاودېدونکو توکو ډک موټر د "مهمو څېرو ساتنې ریاست" ته څېرمه د موټرو په یوه پارکېنک کې والوځول شو او وروسته دوه بریدګر ودانۍ ته ننوتل چې د پولیسو لخوا ووژل شول.

خو د افغانستان کورنیو رسنیو راپور ورکړی، د موټربم تر چاودنې وروسته درې بریدګر چې د ملي امنیت ریاست د مهو څېرو ساتونکي کارکوونکو یونیفورم یې اغوستي وو، دغه ودانۍ ته ننوتل، دوه کسان یې وژل شوي او یو بل یې ددې ریاست د لسو کارکوونکو تر وژلو وروسته توانېدلی د کالیو په بدلولو له سیمې وتښتي.

په دې سیمه کې موټربم چاودنې بریدګرو ته لاره هواره کړه چې ودانۍ ته ننوزي.

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، په دې سیمه کې موټربم چاودنې بریدګرو ته لاره هواره کړه چې ودانۍ ته ننوزي.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت وړاندې ویلي، که د کابل ښار حوزو او د ولایتونو او ولسوالیو امنیه قومندانان د ماموریت په سیمه کې سازمان شوي جرمونه رامنځته شي، د غفلت ثابتېدو په صورت کې له خپلې دندې لرې او عدلي ادارو ته وروپېژندل شي.

څه موده وړاندې د افغانستان کورنیو چارو وزارت د کابل ښار په ۱۱ مه حوزه کې د د پارلمان ودانۍ ته څېرمه د توغندي لګېدو له امله د ۱۳ او ۱۱ مې حوزې د پولیسو قومندانانو دندې ځنډولې وې.