کابل کې چاودنه د حوزې پولیسو قومندان د دندې ځنډېدو لامل شوه

د عکس سرچینه، MoI
د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویلي، نن سهار د کابل ښار په شمالي برخه ۱۱ ناحیه کې چاودنه شوې چې له امله یې یو ملکي وګړی وژل شوی او ۷ نور ټپیان شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش بي بي سي ته وویل، چاودېدونکي توکي تر یوه پله لاندې ځای پرځای شوي وو.
د ښاغلي دانش په خبره، د چاودنې په ټپیانو کې یوه ښځه او یو ماشوم هم شته.
هغه وویل، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د وروستۍ پرېکړې او د وزارت د لومړنیو څېړنو له مخې، د ۱۱ مې حوزې د رییس دنده تعلیق شوې ده.
د افغانستان کورنیو چارو وزارت څو ورځې وړاندې د کابل ښاري حوزو قومندانانو او د ولایتونو او ولسوالیو امنیه قوماندانانو ته خبرداری ورکړی و چې که د هغوی د ماموریت په سیمو کې سازمان شوي جرمونه رامنځته شي، نو د بې پروایۍ او غفلت په صورت کې به ورسره قانوني چلن وشي.
ښاغلي دانش زیاته کړه، د کورنیو چارو وزارت د تفتش ریاست ته امر شوی چې ددې حوزې له نورو کارکوونکو هم پوښتنې ګروېږنې وکړي.
هغه د افغانستان د ملي شورا پر ودانۍ د تېرې ورځې راکټي بریدونو په اړه وویل چې لا هم څېړنې روانې دي او که څرګنده شي چې پولیسو غفلت کړی، نو په اړه به یې لازم ګامونه پورته شي.




