کابل کې پر یوې امنیتي ادارې د طالبانو ځانمرګی ډله ییز برید

د کابل پولیس د معلوماتو له مخې، د پل محمود خان سیمه کې د ملي امنیت ریاست پر یوې ادارې د طالبانو په ځانمرګي ډله ییز برید کې لږترلږه ۲۸ کسان وژل شوي. برید د سه شنبې په ورځ شاوخوا نهه بجې د ښار له ګڼې ګوڼې ډکې سیمې کې په موټر بم برید سره پیل شو.

د حمل/ وري په ۳۱مه سهار شاوخوا نهه بجې طالبانو لومړی په موټر بم برید سره د ملي امنیت یوه اداره د کابل ښار په پل محمود خان سیمه کې په نښه کړه او وروسته نورو ځانمرګو طالبانو له امنیتي ځواکونو سره جګړه پیل کړه.
د عکس تشریح، د حمل/ وري په ۳۱مه سهار شاوخوا نهه بجې طالبانو لومړی په موټر بم برید سره د ملي امنیت یوه اداره د کابل ښار په پل محمود خان سیمه کې په نښه کړه او وروسته نورو ځانمرګو طالبانو له امنیتي ځواکونو سره جګړه پیل کړه.
د کابل پولیس وایي، په دغه ځانمرګي بمي برید کې ټول ټال ۲۸ کسان وژل شوي او ۳۲۷ نور ټپیان شوي دي.
د عکس تشریح، د کابل پولیس وایي، په دغه ځانمرګي بمي برید کې ټول ټال ۲۸ کسان وژل شوي او ۳۲۷ نور ټپیان شوي دي.
دا د طالبانو لخوا د پسرلنیو عملیاتو پیلولو تر اعلان وروسته په کابل کې لومړنی ډله ییز ځانمرګی برید دی.
د عکس تشریح، دا د طالبانو لخوا د پسرلنیو عملیاتو پیلولو تر اعلان وروسته په کابل کې لومړنی ډله ییز ځانمرګی برید دی.
طالبانو ویلي، په برید کې یې له لارۍ موټر نه ګټه اخیستې ده.
د عکس تشریح، طالبانو ویلي، په برید کې یې له لارۍ موټر نه ګټه اخیستې ده.
د کابل پولیس وايي، برید د پوځي قرارګاه څنګ ته شوی، چې یو دېوال یې پکې نړېدلی دی.
د عکس تشریح، د کابل پولیس وايي، برید د پوځي قرارګاه څنګ ته شوی، چې یو دېوال یې پکې نړېدلی دی.
چاودنه دومره زوروره وه چې په څو کیلومټرۍ کې د ودانیو ښیښې ماتې کړې دي.
د عکس تشریح، چاودنه دومره زوروره وه چې په څو کیلومټرۍ کې د ودانیو ښیښې ماتې کړې دي.
د کابل پولیسو د معلوماتو له مخې، په وژل شویو او ټپیانو کې ولسي وګړي او امنیتي کسان هم دي
د عکس تشریح، د کابل پولیسو د معلوماتو له مخې، په وژل شویو او ټپیانو کې ولسي وګړي او امنیتي کسان هم دي
تر چاودنې شیبه وروسته د ټپیانو لېږدولو لپاره سیمې ته امبولانسونه ورسېدل.
د عکس تشریح، تر چاودنې شیبه وروسته د ټپیانو لېږدولو لپاره سیمې ته امبولانسونه ورسېدل.
د چاودنې او برید ټپیان په کابل کې بېلابېلو روغتونو ته لېږدول شوي دي.
د عکس تشریح، د چاودنې او برید ټپیان په کابل کې بېلابېلو روغتونو ته لېږدول شوي دي.
په وژل شویو او ټپیانو کې د ښځو ماشومانو په ګډون ډېری ولسي وګړي دي.
د عکس تشریح، په وژل شویو او ټپیانو کې د ښځو ماشومانو په ګډون ډېری ولسي وګړي دي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د دوی اړوندو روغتونونو ته ۳۲۷ ټپیان وروړل شوي.
د عکس تشریح، د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د دوی اړوندو روغتونونو ته ۳۲۷ ټپیان وروړل شوي.
تر موټر بم برید وروسته څو ځانمرګو له امنیتي سرتېرو سره په جګړه کېوتل.
د عکس تشریح، تر موټر بم برید وروسته څو ځانمرګو له امنیتي سرتېرو سره په جګړه کېوتل.
د کابل امنیه قومندان وویل، ټوله مرګ ژوبله په لومړني برید کې اوښتې ده، او بیا امنیتي ځواکونه رسېدلي او یو بل برید کوونکی یې وژلی دی.
د عکس تشریح، د کابل امنیه قومندان وویل، ټوله مرګ ژوبله په لومړني برید کې اوښتې ده، او بیا امنیتي ځواکونه رسېدلي او یو بل برید کوونکی یې وژلی دی.