مزار شریف کې د هند پر کونسلګرۍ جګړه توده شوې

تېر ماښام (ډسمبر ۳مه) نامعلومه وسله والو کسانو د افغانستان شمالي ولايت بلخ مرکز مزار شريف ښار کې د هند پر کونسلګرۍ بريد وکړ. دوی کونسلګرۍ ته څېرمه یوې ودانۍ ته ننوتي او له هغه ځایه ډزې کوي.
جګړه ټوله شپه روانه وه او نن سهار د ملي اردو کومانډو ځواکونو له ورتګ سره نوره هم توده شوه.
بلخ کې د بي بي سي خبریال عنایت شهیر چې اوس د جګړې په سیمه کې دی وایي، د وسله والو د ځپلو لپاره نن سهار کومانډو ځواکونو عملیات پیل کړل.
هغه وویل، دغه ځواکونه اوس هغې ودانۍ ته ننوتي چې وسله والو ترې ډزې کولې.
د ځانګړو ځواکونو یوه قومندان محمد شفا سعادت بي بي سي ته وویل، دوی ته راپور ورکړل شوی چې د بریدګرو شمېر له ۱۰ تر ۱۵ دی.
د بلخ امنیه قوماندانۍ د امنیت آمر هم بي بي سي ته ویلي چې د هغوی د اطلاعاتو له مخې په دې برید کې هندي دپلوماتانو او په سیمه کې مېشتو امنیتي سرتېرو ته زیان نه دی اوښتی.

د عکس سرچینه، epa
تراوسه حکومتي چارواکو د تلفاتو د کره شمېر په اړه څه نه دي ویلي، خو دا یې تایید کړې چې د جګړې له پیله تراوسه درې ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
دوه تنه یې هغه مهال ټپیان شول چې د بریدګرو لخوا توغول شوی راکټ په سیمه کې د واده پر یوه تالار ولګېده او یو بل یې د امنیتي ځواکونو او بریدګرو ترمنځ د ډزو په تبادله کې ټپي شوي.
د افغانستان شمالي ولايت بلخ ځايي چارواکي وايي نامعلومو وسله والو کسانو، يکشنبې ماښام مهال مزار شريف کې د هند پر کونسلګرۍ بريد کړی دی.
ويل کېږي بريد کوونکي په درنو وسله او راکټونو سمبال دي.
د بلخ ولايت يوه امنیتي چارواکي عبدالرزاق قادري په دغه ولايت کې د بي بي سي خبريال ته ويلي، چې درې يا څلورو وسله وال کسان د هند له کونسلګرۍ سره نژدې يوې وداني ته ننوتلي او له هغه ځای د کونسلګرۍ پر لوري بريدونه کوي.
ځينې افغان رسنۍ بيا وايي دوه بريدګر وژل شوی، خو رسمي سرچينو تر اوسه دغه خبر نه دي تاييد کړی.

د فرانسي خبري اژانس له مخې د هند د بهرنيو چارو وزارت ويلي تراوسه لا نه ده روښانه، چې په دغه پېښه کې د کونسلګرۍ کارکوونکو ځاني زيان اوښتی که څنګه.
تراوسه هېڅ کومې ډلې د دغې پيښې پړه پر غاړه نه ده اخيستې.
د هند پر کونسلګرۍ بريد کابل ته د نوموړي هېواد د لومړي وزير نريندرا مودي له سفر يوه اوونۍ وروسته کېږي.
ښاغلي مودي د ولسي جرګې د نوې ودانۍ د پرانيستو غونډه کې چې د هند په مالي مرسته جوړه شوې کابل ته تللی و.
تېرو څو کلونو کې هم کابل کې د هند پر سفارت او يو شمېر ولايتونو کې د دې هېواد پر کونسلګريو بريدونه شوي وو.








