هرات کې د هند پر کونسلګرۍ برید پای ته ورسېد

د عکس سرچینه، AFP
د افغانستان لوېديځ هرات ښار کې په وسلو سمبالو کسانو نن (جمعه/غبرګولی دویمه/مې ۲۳) د هند پر کونسلګرۍ ډله ییز برید کړی.
د هرات مرستیال والي اصیل الدین جامي بي بي سي ته وویل، د برید په ځای کې د درو برید کوونکو سوځېدلي مړي پراته دي او دغه نهه ساعته برید پای ته رسېدلی دی.
د هند نوي لومړي وزیر <link type="page"><caption> نرېندر مودي</caption><url href="https://twitter.com/MEAIndia/status/469675870815133696https://twitter.com/MEAIndia/status/469675870815133696" platform="highweb"/></link> پر خپله ټویټر پاڼه دغه برید غندلی او وايي چې د هرات کونسلګرۍ د وضعیت په اړه یې په افغانستان کې له هندي سفیر سره خبرې کړې دي.
خو د افغانستان د کورنیو چارو مرستیال وزیر جنرال ایوب سالنګي ویلي، په برید کې څلور برید ځانمرګي برید کوونکي وژل شوي او دوه افغان پولیس سربېرن پر پښو ټپیان شوي دي.
د افغان ولسمشر حامد کرزي ویاند ایمل فیضي ویلي، دغه برید د افغانستان او هند ترمنځ اړیکي نه شي ترینګلي کولی، بلکې لا یې پسې قوي کوي.
برید د ګهيځ شاوخوا درې نیمو بجو پیل شوی و، چې د ماسپښین تر نژدې یوې بجې پورې یې دوام وکړ.
په سیمه کې د بي بي سي خبریال محمد قاضي زاده بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته د تیلېفون پر کرښه وویل، د برید له پیل راهیسې هلته حالات له نژدې څاري، چې په وینا یې، برید کوونکو د کونسلګرۍ شاته یوې ودانۍ ته ننوتي او له هغه ځایه یې برید پیل کړی دی.
که څه هم امنیتي چارواکو د مرګ ژوبلې کره معلومات نه دي ورکړي، خو زموږ خبریال وايي، چې یو ټپي پولیس یې روغتون ته د لېږدولو پرمهال لیدلی دی.
سیمې ته ډېر امنیتي ځواکونه رسېدلي، خو بهرني عسکر نه لیدل کېږي.
امنیتي ځواکونه د کونسلګرۍ شاوخوا ودانیو بامونو ته ختلي دي.
قاضي زاده وايي، چې له ګهیځ راهیسې یې د ځینو چاودنو غږونه اورېدلي دي.
د هند کونسلګري د هرات ښار په زړه کې پرته ده، چې د نورو سیمو پرتله یې امنیت تر ډېره خوندي دی.

د عکس سرچینه، AFP
د کونسلګرۍ دوو غاړو ته سړکونه غځېدلي دي، چې کلک محافظت یې کېږي.
تر اوسه د برید پړه چا نه ده منلې.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د کونسلګرۍ ټول هندي کارکوونکي یې روغ رمټ دي.
د هندي حکومت یوه ویاند سید اکبرالدین پر خپله <link type="page"><caption> ټویټر پاڼه</caption><url href="https://twitter.com/MEAIndia/status/469675870815133696" platform="highweb"/></link> لیکلي، د کونسلګرۍ کارکوونکي او افغان امنیتي ځواکونه ستایلي، چې په وینا یې دوی په "زړورتیا" ددغه برید د تلفاتو مخه نیولې ده "ټول کارکوونکي روغ رمټ دي".
د هند پر کونسلګرۍ داسې مهال برید شوی، چې په پام کې ده د هند نوی لومړی وزیر نرېندر مودي پر راتلونکې دوشنبې لوړه وکړي، چې د لوړې مراسمو ته یې ولسمشر حامد کرزی هم ورغونښتی دی.
د تېر ۲۰۱۳ سپتمبر پر ۱۳په هرات ښار کې طالبانو لومړی د امریکا کونسلګرۍ د باندې موټربم لوی ځانمرګی برید او بیا د کونسلګرۍ لومړۍ دروازې تر الوځولو وروسته نښته کړې وه، برید کوونکي او دوه افغان سرتېري پکې وژل شوي وو.








