ننګرهار: د هند کونسلګرۍ مخې ته ۳ ځانمرګي بریدونه شوي

د افغانستان په ختيځ ننګرهار کې چارواکي وايي د هند کونسلګرۍ مخې ته درې ځانمرګي بريدونه شوي او ملکيانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
ولايتي چارواکي وايي دغو کسانو هغه مهال په خپلو ځانونو پورې تړلي چاودېدونکي توکي وچول، چې پوليسو د تلاشۍ لپاره ودرول.
د جلال اباد روغتون چارواکو بي بي سي ته ويلي چې دوی ته د اتو کسانو مړي ور وړل شوي دي.
دوی وايي په دغه پېښه کې ۲۲ کسه ټپيان هم روغتون ته ور وړل شوي، چې د دوی په خبره په قربانيانو کې ماشومان هم شامل دي.
خو د ننګرهار د والي وياند احمد ضياء عبدالزي بي بي سي ته ويلي چاودېدونکي توکي په يوه موټر کې ځای پر ځای شوي وو او د هند کونسلګرۍ مخې ته له خنډونو سره له ټکر وروسته، چاودلي دي.
د نوموړي په وینا د چاودنې له کبله یو شمېر هټيو، یوه جومات او دوو کورونو ته زیانونه اوښتي دي.
وسله والو طالبانو رسنيو ته ويلي چې دا بريد د دوی کار نه دی او مسووليت يې پر غاړه نه اخلي.
ننګرهار شېرزاد نښته
په ننګرهار کې چارواکي وايي چې په شېرزادو ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او پوليسو ترمنځ وسله واله نښته کې ۷۶ طالبان او ۲۲ پوليس وژل شوي دي.

د والي وياند احمد ضياء عبدالزی وايي دغه نښته تېره ورځ هغه مهال رامنځته شوه چې پوليس په شېرزادو ولسوالۍ کې له طالبانو د يوه قومي مشر د ژغورلو لپاره دغې سيمې ته ورسېدل.
د ده په خبره طالبانو پرته له دې چې د دغه قومي مشر کور محاصره کړی و، امنيتي ځواکونو ته يې کمين هم نيولی و او د څو ساعته جګړې پر مهال دواړو غاړو ته درنه مرګ ژوبله واوښته.
ښاغلي عبدالزي ومنله چې په دغه بريد کې ۲۲ پوليس وژل شوي دي.
خو طالبانو رسنيو ته په لېږلې اعلاميه کې ويلي، په دغه نښته کې ۸۴ افغان امنيتي ځواکونه وژل شوي او همدومره نور ټپيان دي.
د طالبانو وياند په دغه بريد کې يوازې د خپلو څلورو ملګرو وژل کېدل تاييد کړي دي.
دغه خبرونه پر داسې مهال ورکول کېږي، چې د افغانستان د دفاع وزارت په ختيځ کې د وسله والو پر ضد د سېمرغ په نوم عمليات پيل کړي دي.








