ننګرهار: د هند کونسلګرۍ مخې ته چاودنه شوې
د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د یوې درنې چاودنې غږ اورېدل شوی.
د والي ویاند احمد ضیا عبدالزي په وینا چاودیدونکي توکي په موټر کې ځای پر ځای شوي وو، چې د هند کونسلګرۍ مخې ته له خنډونو سره له ټکر وروسته وچاودېدل.
د نوموړي په وینا د چاودنې له ګبله یو شمېر دکانونو، یوه جومات او دوو کورونو ته زیان اوښتی.
بل لور ته د روغتون رییس ډاکټر همایون وزیر بي بي سي ته وویل، چې د چاودنې وروسته ۱۲ ټپیان دوی ته وروړل شوي، چې ۱۱ یې بستري شوي دي.
د پیښې مسوولیت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.




