د خوړو نړیوال سازمان د کندوز له بې ځایه شویو سره مرسته کوي

د عکس سرچینه، epa
د ملګرو ملتونو اړوند د خوړو نړیوال سازمان د کندوز له جګړې نه له تښتېدلو سلګونو کورنیو سره د خوراکي توکو د مرستې کولو خبر ورکړی. پر همدې مهال، د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ د طالبانو لاس ته د کندوز ښار لوېدو په اړه یو 'حقیقت موندونکی' پلاوی ټاکلی.
د خوړو نړیوال سازمان وايي، له تېرې یوې میاشتې راهیسې مزار شریف ته د کندوز له ۱۵۰ کورنیو سره د خوراکي توکو لړۍ پیل کړې ده.
دغه سازمان په یوه ویناپاڼه کې ویلي، طالقانو ښار کې یې د کندوز له نژدې ۹۵۰ بې ځایه شویو کورنیو سره هم د خوراکي توکو مرسته پیل کړې ده.
د سپتمبر پر ۲۸مه، پر کندوز ښار د طالبانو له برید وروسته، ددغه ښار ډېری وګړي ګاونډیو ولایتونو ته وتښتېدل.
د خوړو نړیوال سازمان وايي، د افغانستان د کړکېچ د ملي ادارې له لارې یې تر درو ټنو ډېر خوراکي توکې مزار ته د کډه شویو کورنیو په واک کې ورکړي.
دغه سازمان وایي، د شاوخوا ۱۲ زرو نورو اړمنو کورنیو لپاره یې خوراکي توکي چمتو کړي دي.

د عکس سرچینه، epa
په افغانستان کې د دغه سازمان مشره انجلینا روداکوبانا وايي، د نورو بشردوستانه سازمانونو په همکارۍ یې د کندوز وضعیت اروزلی او چمتو دي چې د امنیت په ښه کېدو سره به اړمنو کورنیو ته لازمې مرستې ورکړي.
د کندوز د سقوط ارزونې پلاوی
پر همدې مهال، د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د طالبانو لاس ته د کندوز د لوېدو د عواملو روښانولو لپاره یو 'حقیقت موندونکی' پلاوی ټاکلی دی.
د ارګ په ویناپاڼه کې راغلي، په دې پلاوي کې د ملي امنیت پخوانی مشر امرالله صالح، د پوهنې مخکینی وزیر فاروق وردګ، فضل کریم ایماق، ایوب رفیقي او ابدال الله محمدي شامل دي.
ارګ وايي، دغه پلاوي ته ویل شوي چې د کندوز د سقوط په اړه هر اړخیزه ارزونه او څېړنه وکړي.

د عکس سرچینه، AP
ولسمشر دا ګام داسې مهال اخیستی، چې د کندوز ښار په څنډو کې لاهم له طالبانو سره د افغان ځواکونو جګړه دوام لري.








