اشرف غني کندوز کې د چاڼیزو عملیاتو تېزول غوښتي

د عکس سرچینه، epa
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي یوي خبري غونډې ته وویل، افغان ولسمشر محمد اشرف غني یوځل بیا له امنیتي چارواکو غوښتي چې په کندوز کې چاڼیز عملیات چټک کړي.
بل خوا، د کورنیو چارو وزارت وايي، کندوز ته د لاسرسي خنډونه یې له منځه وړي او په نژدې راتلونکي کې به په وسله والو طالبانو پسې پیل کړي چاڼیز عملیات ولسوالیو ته وغځوي.
نن هم د کندوز د ښار په څنډو کې دوه ځایه د حکومتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته شوې ده.
صدیقي وايي، ولسمشر د کندوز د عملیاتو چټکولو دغه امر د ویډیويي خبرو له لارې د کندوز امنیتي مسوولانو ته وکړ:
''نن هم په ویډیويي کنفرانس کې افغان ولسمشر د کندوز له امنیتي چارواکو سره خبرې وکړې. د ولسمشر ټینګار دا و چې پیل کړي چاڼیز عملیات چټک شي''.
د کندوز ښاریانو بي بي سي ته ویلي، نن هم د خان آباد او امام صاحب په بندرونو کې د افغان سرتېرو او طالب وسله والو ترمنځ نښته روانه وه، خو له دواړو لوریو د پرمختګ او پر شاه تګ خبرونه نه دي ور کول شوي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند د ښار په بېلابېلو سیمو کې د طالبانو شتون مني، خو وايي طالبان د خلکو په کورونو کې پټ شوي:

د عکس سرچینه،
''زموږ کار پای ته نه دی رسېدلی، موږ اوس هم هڅه کوو د ښار په کومو سیمو کې چې ترهګر ځای پر ځای شوي، هغه سیمې له ترې پاکې کړو. نن خلک هم ښار ته راوتلي وو، زموږ امنیتي چارواکو هم ښاریان وهڅول. په ټوله کې د کندوز امنیتي وضعیت تر پخوا ډېر ښه دی.''
له بلې خوا، د کندوز امنیه قوماندانۍ د هغو طالبانو تصویرونه خپاره کړي چې د دوی په خبره د چاڼیزو عملیاتو پرمهال د خلکو په کورونو کې نیول شوي دي.
د کندوز امنیه قوماندان محمد قسیم ځنګل باغ د یادو کسانو په اړه بي بي سي ته وویل:
''تاسو ګورئ چې ۱۳ طالب جګړه مار مو له وسلو سره نیولي، همدوی زموږ له ځواکونو سره جګړه کوله.''

د عکس سرچینه، EPA
تر اوسه د کندوز په نښته کې د ښکېلو افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه کره شمېره نه ده په ډاګه شوې، خو وړاندې ولایتي چارواکو ویلي وو، د جګړې له پیله له ۴ سوو زیات طالبان وژل شوي او سل نور یې ژوندي نیولي دي.








