بې پولې ډاکټرانو د کندوز بمبارۍ په تړاو د اوباما بښنه منلې

د عکس سرچینه، AFP
د بې پولو ډاکټرانو ټولنه وايي، په کندوز کې د دوی پر روغتون د هوايي برید له امله یې د بارک اوباما بښنه غوښتل منلي، خو په کندوز کې یې پر روغتون د هوايي برید په اړه د خپلواکو څېړنو غوښتنه کوي.
له دې سره چې د متحدو ایالتونو ولسمشر بارک اوباما شخصاً په دې اړه بښنه غوښتې ده، د بې پولو ډاکترانو نړیوالې خیریه ادارې بیا په افغانستان کې د خپل روغتون د بمبارۍ په اړه د ناپیلې څېړنې غوښتنه کړې.
د بې پولې ډاکترانو اداره وایی، په کندوز کې د دوی د روغتون د بمبارۍ پلټنه باید د جینوا د کنوانسیون لاندې د حقیقت موندنې نړیوال کمیسیون تر سره کړي.
له واشنګټنه جاوېډ کوټوال په خپل رپوټ کې کاږي، چې ولسمشر اوباما د بې پولې ډاکټرانو له مشرې ډاکټر جېنې لیو سره د ټیلیفون پر کرښه خبرې وکړې او نوموړي په کندوز کې د دغې ټولنې پر روغتون د بمبارۍ له کبله ترې بښنه وغوښته.

د عکس سرچینه، epa
د سپینې ماڼۍ ویاند جوش ارنسټ خبریالانو ته ویلي، چې په دغو ټیلیفوني خبرو کې ښاغلي اوباما د کندوز پېشه یوه تېروتنه وبلله او له ډاکټر لیو سره یې د یوې هر اړخیزې پلټنې د ترسره کولو ژمنه وکړه:
''ولسمشر د خپلې ژمنې بیا پخلی کړی دی. هغه ژمنه چې موږ یې په ډاګه اعلان کړی او هغه دا چې د دفاع وزارت به شفافه او بې پرې پلټنه ترسره کوي.''

د عکس سرچینه، EPA
ښاغلي ارنسټ زیاته کړه ولسمشر غوښتل په دغه پېښه کې د مرګژوبلې د مسوولیت په منلو کې مخکښ واوسي:
''امریکا چې کله یوه تېروتنه کوي، نو موږ یې په اړه رښتینې خبره کوو، موږ یې منو او کوم ځای چې اړینه وي، بښنه غواړو، لکه دغه قضیه کې، چې ولسمشر بښنه وغوښته. موږ داسې بدلونونه عملي کوو، چې راتلونکي کې دغسې پېښې تکرار نه شي.''
په همدې مهال د بې پولې ډاکټرانو د نړیوالې ټولنې مشرې جواان لیو په جینوا کې یوې خبرې ناستې ته وینا کې ټینګار کړی، چې د دغې پېښې پلټنه دې د یوې بې پرې ادارې له لوري تر سره شي.

د عکس سرچینه، MSF AFP
هغې وړاندیز وکړ، چې ۱۹۹۱ کال کې د جینیوا کنوانسیون په ترڅ کې رامنځته شوی په بشري چارو کې د حقیقت موندنې نړیوال کمېسیون دې دغه چاره تر سره کړي.
که څه هم متحده ایالات او افغانستان دواړه د دغه کمېسیون غړي نه دي، خو په نیویارک کې د بې پولې ډاکټرانو د امریکا څانګې مشر جاسن کون د یوې خبرې ناستې په ترڅ کې له ولسمشر اوباما وغوښتل، چې له دغه وړاندیز سره هوکړه وکړي او د ده په وینا نړۍ ته وښيي، چې حکومت یې د نړیوالو قوانینو درناوی کوي.
دغه راز سپینې ماڼۍ ویلي، چې ولسمشر اوباما افغان ولسمشر محمد اشرف غني ته هم زنګ وهلی او په کندوز کې یې د ۲۲ ملکي کسانو په وژل کېدو ورسره خواخوږي څرګنده کړې ده.









