د کندوز له جګړې لسګونه کورنۍ بدخشان ته کډه شوې

د عکس سرچینه، epa
د بدخشان ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو ریاست چارواکي وايي په کندوز ولایت کې د جنګ جګړو او نا امنۍ له کبله لسګونه کورنۍ فیض اباد او بدخشان نورو سیمو ته کډه شوي دي.
لومړنۍ شمېرې ښيي نژدې اته سوه کورنۍ تر دې مهاله فیض آباد ښار ته رسېدلي دي چې له یو شمېر کورنیو سره یې نن چهارشنبه د خوراکي توکو مرسته هم شوې ده.
په کندوز ښار کې د جګړې له پیل او ګاونډيو ولایتونو ته د دغه ولایت د خلکو له کډه کېدلو شاوخوا لس ورځې تیریږي.
خو اړو کورنیو ته د مرستو رسولو بهیر لا هم په لومړني پړاو کې دی.
د لومړنیو شمېرو له مخې تر اوو سوو ډېرې کورنۍ یواځې بدخشان ولایت ته رسېدلې دي. خو له دې ډلې شاوخوا ۲۶۰ کورنیو ته مرستې شوې دي.
د بدخشان ولایت د کډوالو او بېځایه شویو ریاست د بیړني حالت چارو مشر امین الله عصمتي وايي دوی له یو شمېر کورنیو سره ځينې مرستې کړي او دا لړۍ لا هم پراخوي:
'' ۷۷۷ کورنیو د کډوالو ریاست ته راغلي، چې له هغې ډلې ۲۶۵ کورنیو سره د سرې میاشتې له خوا مرستې شوې دي. د دېرش نورو کورنیو په اړه هم موږ ته خبر راغلی، چې موږ به یې د مرستو په لست کې شامل کړو''.

د عکس سرچینه، epa
خو یو شمېر کورنۍ وايي دوی تر لاسه کړې مرستې نه شي کارولی، ځکه سرپناه نه لري. د دوی په وینا بې ځایه شوي خلک اوسمهال ډېرو لومړنیو مرستو ته اړتیا لري:
''موږ ډېرې ستونزې لرو، دیګ نلرو، ګاز نلرو، سرپناه نشته، ټولو پوهیږي، موږ چېرې ژوند وکړو؟''
''دغه مواد چې موږ ته یې راکړي، غوړي، وریجې، لوبیا، بسکیټ، وچ چای او دې ته ورته نور شیان پکې دي. په دې شیانو نه کیږي. په لومړي سر کې موږ کمپلو، دیګ او ګاز ته اړتیا لرو''.
په بدخشان ولایت کې مدني ټولنو او د خیرښېګڼې موسسو هڅه کړې چې د مرستو په راټولولو سره د کندز د بې ځایه شویو خلکو سره خواخوږي وښيي. خو دغه خواخوږي د بیځایه شویو لپاره کافي نه ده هغوی خپل کور کلي ته بېرته تلل غواړي:
''زه د کندوز د یوې اوسېدونکې په توګه وایم، چې موږ دغو مرستو ته اړتیا نه لرو. موږ دې د خوړولو ډوډۍ ونه لرو، خو په کندز کې د سوله ويګګ.

د عکس سرچینه، AFP
په فیض آباد کې د کندوز بې شویو لپاره په لومړي ګام کې د سره صلیب مخکني روغتون ودانۍ ځانګړې شوې ده.
چارواکي وايي پر دې سربېره یې دوه نور ځایونه هم ورته غوره کړي دي. خو زیاتوي که د بې ځایه شویو کورنیو شمېر ډېریږي نو دوی یې د ځای پرځای کولو لپاره به زیات وخت او آسانتیاوو ته اړتیا وي.








