د کندوز لپاره د طالبانو د والي د وژل کېدو په اړه ضد او نقیض خبرونه

د افغانستان د ملي امنیت اداره وایي د کندوز لپاره د طالبانو نومول شوی والی له خپلو څو ملګرو سره وژل شوی.

د ملي امنیت ادارې مشر رحمت الله نبیل د طالبانو والي مولوي سلام ښيي او وايي له ده سره د هغه د مرستیال په ګډون ۱۵ تنه په هغه هوایي برید کې وژل شوي چې د دوی ادارې له خوا همغږی شوی و.

تر هغه دوه ورځې وروسته چې طالبانو کندوز ونیو اوس افغان ځواکونه د ناټو په هوایي ملاتړ بېرته د ښار د نیولو لپاره عملیات کوي.

د سختو بریدونو رپوټونه ورکړل شوي او حکومتي ځواکونو ځینې ودانۍ نیولې دي.

پولیس وایي، ۸۰ اورپکي وژل شوي دي.

روغتیايي چارواکي وايي تر اوسه ۱۶مړي او ۲۰۰ تپیان ور رسېدلي دي.

پولیس ادعا کوي، کندوز کې ۸۰ وسله وال طالبان وژل شوي، خو دا ادعا د کومې خپلواکې سرچینې له خوا نه ده تایید شوې

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، پولیس ادعا کوي، کندوز کې ۸۰ وسله وال طالبان وژل شوي، خو دا ادعا د کومې خپلواکې سرچینې له خوا نه ده تایید شوې
کندوز کې له طالبانو د ښار د بېرته نیولو عملیات دوام لري

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، کندوز کې له طالبانو د ښار د بېرته نیولو عملیات دوام لري

ولسمشر محمد اشرف غني تېره ورځ په تلویزیوني وینا کې وویل د کندوز د بیا نیولو عملیاتو کې پرمختګ شوی خو دده په وینا طالبان ولسي وګړي د ډال په توګه کاروي او همدې چارې عملیات سخت کړي دي.

نوموړي زیاته کړه افغان حکومت یو مسؤول حکومت دی او نشي کولی د ښار په منځ کې په خپلو خلکو بمباري وکړي.

وسله والو طالبانو ویلي، مولوي سلام نه دی وژل شوی.

تر هغه دوه ورځې وروسته چې طالبانو کندوز ونیو اوس افغان ځواکونه د ناټو په هوایي ملاتړ بېرته د ښار د نیولو لپاره عملیات کوي.

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، تر هغه دوه ورځې وروسته چې طالبانو کندوز ونیو اوس افغان ځواکونه د ناټو په هوایي ملاتړ بېرته د ښار د نیولو لپاره عملیات کوي.

ددغې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته د مولوي سلام وژل کېدل ناسم ګڼلي او وايي چې نن ګهیځ (تله ۸/سپتمبر ۳۰) یې له هغه سره خبرې کړې دي.

طالبانو پخپله وېبپاڼه کې د کندوز لپاره د ملا عبدالسلام اخوند سره یوه غږیږه مرکه خپره کړې او رسنیو ته یې استولې ده، چې وايي نوموړی ژوندی دی.