'د امنیتي وضعیت په تړاو امنیتي چارواکي استیضاح کړئ'

د عکس سرچینه، unknown
د افغانستان ولسي جرګې یو شمېر استازو د کندوز ولایت د وروستیو حالاتو په اړه تند غبرګون ښوولی او د امنیتي چارواکو د استیضاح غوښتونکي شول.
ځینو وکیلانو په دغه ولایت کې د طالبانو په وړاندې د حکومت پر کړنو کلکې نیوکې وکړې.
په ولسي جرګې کې د فاریاب ولایت استازي نقیب الله فایق اندېښنه ښيي او وايي که کندز ته پوره پام ونه شي نو دغه ولایت به د مخالفو وسله والو لاس ته ولویږي:
''طالبان په تېرو لسو کلونو کې د افغانستان ښارونو ته دومره نه وو نژدې شوي چې نن ورته نژدې دي. موږ په ژمي کې له طالبانو سره جګړه ونه کړه او په وروستیو میاشتو کې مو طالبان له کلیو ونه شړل. نو نن د مجبوریت له مخې د کندوز ښار په کوڅو او روغتون کې په جګړه بوخت یو. موږ یوازې دې ته خوښ وو چې وایو ښارونه سقوط نه کوي.''
د ولسي جرګې غړې تظیفه ذکي وايي د کندوز خلک په دغه ولایت کې د امنیت په تړاو سخت اندېښمن دي:
''خلک په سخت حالت کې دي او له یوه کوره بل ته تښتي. حالت ډېر خراب دی چې باید په وړاندې یې جدي ګامونه اوچت شي. د ملت په کور کې زموږ یو شمېر دوستان د هغوی په دفاع پورته شول او زموږ خبرې بدې پرې ولګېدې. امنیتي ځواکونه په کندز کې د مخالفینو د بریدونو د مخنیوي لپاره باید ژر تر ژره لاس په کار شي.''
د ولسي جرګې مشر د استازو دغو اندېښنو ته په غبرګون کې له وکیلانو وغوښتل چې د امنیتي سکتور وزیرانو د استیضاح لپاره ګام اوچت کړي:
''په خواشینۍ سره چې له ولسمشره پیل او بیا تر ټيټې کچې امنیتي مسؤلینو پورې د افغانستان د امنیت په تړاو ناکام دي. نو تاسو یې په اړه تصمیم ونیسی. موږ یې د یوه قانوني بنسټ په توګه پرته له استیضاح څه کولای شو.

د عکس سرچینه، AP
مهرباني وکړی او د استیضاح فورمه راواخلی، امنیتي چارواکي راوبولی او په دې برخه کې تخصصي پوښتنې ترې کوو. دا په دې معنی نه ده چې موږ له حکومت سره دښمني لرو.''

د عکس سرچینه، AP








