دفاع وزارت: د کندوز برید هر اړخیزه څېړنه کوو

د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر معصوم ستانکزی وايي پر کندوز د طالبانو د برید په اړه به هر اړخيزې څېړنې ترسره کړي.
په تېرو څوارلسو کلونو کې وسله وال د لومړي ځل لپاره وتوانېدل د افغانستان یو لوی ښار تر خپلې ولکې لاندې راولي.
ښاغلي ستانکزي نن (سپتمبر ۲۹مه) په یوه خبري ناسته کې، د کندوز په سقوط کې د لوړپوړو امنیتي چارواکو هر ډول معامله رد کړه، خو و یې ویل داسې کسان شته چې په دنده کې یې ناغېړي کړې.
د هغه په خبره په کندوز ښار کې داسې کسان هم شته چې طالبانو سره یې د کندوز په سقوط کې مرسته کړې ده.
له کابله زموږ همکار سید ولي ناصر په خپل رپوټ کې لیکي په امریکا کې د سپټمبر د ۱۱مې تر بریدونو او د طالبانو د رژیم تر ړنګېدو وروسته، کندوز د افغانستان په شمال کې وروستی ښار و چې د طالبانو له ولکې ووت او په شمالي ټلوالې پورې تړلیو وسله والو، چې د بهرنیو ځواکونو له ملاتړه برخمن وو، لاسونو ته ولوېد.
په وروستیو شپږو کلونو کې په شمال زون کې کندوز د طالبانو او نورو وسله والو لپاره اصلي مرکز و.
دوه میاشتې وړاندې وسله والو طالبانو د دغه ولایت د چاردرې او دشت ارچي ولسوالۍ ونیولې، یوازې د دشت ارچي ولسوالۍ یې له ځان سره وساتلی شوه، خو د چاردرې ولسوالۍ یې بېرته له لاسه ووته.

د عکس سرچینه، AP
شنونکي وايي، په کندوز کې د سیمه ییزو چارواکو، قومي مشرانو او پخوانیو جهادي قومندانانو تر منځ لانجو کونجو پدې ولایت کې د طالبانو ډېر فعالیت ته لاره هواره کړه.
د ولسي جرګې د دفاعي کمېسون مشرې شکریې بارکزۍ بي بي سي ته وویل، په کندوز کې د ښې حکومتولۍ نه شتون د دې لامل شو چې طالبان پر کندوز برید وکړي.
لوړپوړي افغان امنیتي چارواکي د طالبانو په لاس د کندوز د سقوط په اړه څه نه وايي، خو د کندوز په سقوط کې د پټې معاملې او وظیفوي غفلت احتمال نه ردوي.
تر اوسه پورې پر کندوز د بریدګرو طالب جنګیالیو کره شمېره معلومه نه ده، خو ویل کېږي سلګونه طالب وسله وال کندوز ښار ته ننوتلي دي.
نیک محمد کابلی چې په پوځ کې د دندې ۲۶ کلنه تجربه لري وايي، د ملي اردو د وړتیاوو کمی د دې لامل شو چې طالبان پر کندز برید وکړي.
کندز له تخار، بغلان او سمنګانو ولایتونو سره نښتی او له تاجکستان سره ګډه پوله لري.
دا ولایت د شمال ختیځو ولایتونو لپاره مرکز ګڼل کېږي.

د عکس سرچینه، AP
شېرخان بندر چې افغانستان د مرکزي اسیا له هېوادونو سره نښلوي په کندوز کې دی.
اوسمهال په کندز کې د وسله والو طالبانو موجودیت د دغه ولایت څنګلورو ولایتونو او د منځنۍ اسیا هېوادونو لپاره اندېښمنوونکی دی.
ښاغلی کابلی وايي، په کندز کې د طالبانو فعالیت به د دغه ولایت په څنګلورو ولایتونو کې هم ناامنیو ته لاره هواره کړي.
په شمال او شمال ختیځ کې روانې ناامنۍ اندېښنه پاروونکي دي.
د پوځي چارو کارپوه جاوید کوهستانی وايي، د کندوز ناامنۍ به د منځنۍ اسیا په ځانګړي ډول د تاجکستان او ازبکستان هېوادونه خوځښتونو ته اړباسي او په پایله کې به یې د روسیې پوځي لاسوهنې ته لاره هواره شي.
د کندوز جګړه په یوه لاس او له یوه ځایه نه اداره کېږي، اوسمهال په دې ولایت کې طالبان، په القاعده پورې تړلي بهرني جنګیالي، د ازبکستان اسلامي غورځنګ اورپکي او د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب وسله وال فعال دي.
کارپوهان وايي، که د افغانستان نړیوال ملاتړي د دې هېواد د ناامنیو په اړه کوټلي ګامونه وانخلي، نو امنیت یې ورځ تر بلې خرابېدونکی دی.








