د کندوز حالت یو شمېر بنسټونه اندېښمن کړي دي

د عکس سرچینه، AFP
په کندز کې جګړې د ملي او نړیوالو بنسټونو اندېښنې راپارولې دي.
د بښنې نړیوال سازمان په جګړه کې د ښکېلو دواړو غاړو څخه غوښتي، چې ملکي کسانو ته زیان و نه رسېږي.
همدارنګه د افغانستان د سوداګرۍ خونه له دې چې د سوداګرو او پانګوالو مالونه او شتمنۍ له ګواښ سره مخامخ دي اندېښمنه ده.
په افغانستان کې د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ هم له دواړو خواوو غواړي، چې د خبریالانو ساتنه وکړي.
له کابله د شازیې حیا په رپوټ کې ویل شوي، چې په کندوز ښار کې د ملکي او غیر ملکي کسانو وضیعت او د دغه ښار ته د طالبانو دننه کېدل د بښنې نړیوال سازمان اندېښمن کړی.
د دغه سازمان استازې حوریه مصدق وایي، د بښنې نړیوال سازمان له طالبانو غواړي هغه کسان چې جګړه کې ښکېل نه دي د ژوند ساتنه یې وکړي او زیان ورته ونه رسوي.
په همدې حال کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ دفتر یا ( یوناما ) وایي، اوسمهال په کندوز کې د خپل دفتر د وضعیت په اړه معلومات نه لري.

د عکس سرچینه، AP
د دغه دفتر ویاند دومینیک میدیلي دا هم وايي، چې یوناما تېره ورځ د خپلو کارکوونکو د خوندیتوب په اړه ګامونه پورته کړي دي.
بله خوا د افغانستان سوداګرۍ خونۍ چارواکي وايي ځکه اندېښمن دي، چې په کندوز کې د سوداګرو او پانګوالو ژوند او مال له ګواښ سره مخامخ دی.
دغه چارواکي وايي، په تېره یوه لسیزه کې په کندوز کې د خصوصي سیکتور لخوا یو میلیارد ډالره پانګونه شوې او اوس دغه سیکتور د دغې پانګې له منځه تلو ته اندېښمن دي.
د سوداګرۍ خونو مرستیال خان جان الکوزی په جګړه کې له دواړو ښکېلو غاړو غواړي، چې د سوداګرو او ځاي خلکو د شخصي مالونو ساتنه وکړي او زیان ور و انه اړوي.
په افغانستان کې د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ نی په کندوز کې د خبریالانو د خوندیتوب په اړه اندېښنه څرګندوي.
د دغه بنسټ مشر مجیب خلوتګر د کندز له امنیتي چاوراکو غواړي، چې د ځایي خبریالانو ساتنه وکړي.
د نی مشر له خبریالانو غوښتي، چې په خپلو راپورونو کې بې پريتوب ته په هره معانا پام وکړي.








