غزني کې حکومت پلوه پاڅونوال او ولسي وګړي وژل شوي

د عکس سرچینه،
- Author, اسدالله جلالزی
- دنده, غزني
د غزني په درو ولسوالیو کې د بېلابېلو پېښو او نښتو پرمهال شپږ ولسي وګړي او پنځه حکومت پلوه پاڅونوال وژل شوي او همدومره نور هم ژوبل شوي دي.
تېره شپه ناوخته د غزني اندړو ولسوالۍ د ګندهیر په کلي کې د دولت وسله والو مخالفینو له لوري د حکومت پلوه پاڅونوالو پر امنیتي پوسته د درنو وسلو برید شوی.
په دغه برید کې د غزني د والي ویاند شفیق ننګ ساپي په خبره د حکومت پلوه پاڅونوالو د یوه مشهور قومندان پاچا خان په ګډون پنځه تنه پاڅون وال وژل شوي او درې نور هغه يې ټپیان کړي دي.
ننګ دا هم وايي، په دې نښته کې د دولت درې وسله وال مخالفین هم وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.
نوموړی زیاتوي، د پاڅونوالو مخکینی مشر قومندان عبدالله درې ورځې وړاندې په یوه نښته کې ووژل شو خو پاچا یې ځای ناستی شو.
پر همدې مهال، د غزني د ولایتي شورا مرستیال عبدالجامع جامع وايي، په یاده نښته کې اوه حکومت پلوه پاڅونوال وژل شوي، چې د نوموړي په وینا، که حکومت د غزني ناامنۍ ته جدي پام ونه کړي، شاید ګیرو، واعظ، اندړو او ځینې نورې ولسوالۍ د حکومت له کنټروله ووځي.
له تېرې څه مودې راهیسې د غزني ګڼو سیمو کې د دولت او وسله والو مخالفینو ترمنځ نښتې روانې دي.
بل خوا، تېره شپه د غزني تر ټولو خوندي ولسوالۍ ناور کې وسله والو د ولسوالۍ پر امنیتي پوستو برید کړی.

د اندړو ولسوالۍ د پېښې مسؤولیت وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستی، چې وايي، نهه سیمه ییز پولیس يې وژلي او شپږ نور يې هم ټپیان کړي.
په ورته وخت کې د غزني د والي ویاند ننګ ساپی وايي په د ده یک ولسوالۍ رباط کلي ته څېرمه د ولسي وګړو یو موټر په ماین ختلی چې پکې د یوې کورنۍ شپږ غړي وژل شوي او درې ماشومان هم ټپیان شوي دي.








