افغان چارواکي: په هلمند او غزني کې ۱۸۰ وسله وال وژل شوي

د عکس سرچینه، bbc
د افغانستان په سويلي ولايت هلمند کې چارواکي وايي د امنيتي ځواکونو او ناټو په ګډو پوځي عملياتو کې ۱۵۰ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
دوی وايي دغه عمليات د دې ولايت په موسی کلا ولسوالۍ کې شوي چې ۱۰۰ تنه نور وسله وال هم په کې ټپيان شوي دي.
د هلمند ولایت د پوليسو وياند شاه محمود اشنا بي بي سي ته ويلي چې امنيتي ځواکونو د دې ولسوالۍ څلور کليومترۍ ته رسېدلي دي.
د ده په وينا دغه عمليات تر اوسه روان دي او امنيتي ځواکونو ته په کې کوم زيان نه دی رسېدلی.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د موسی کلا ولسوالۍ د تېرې چهار شنبې پر ورځ د وسله والو طالبانو لاس ته لوېدلې وه او يوه ورځ وروسته افغان ځواکونو د ناټو په مرسته د دې ولسوالۍ د نيول لپاره عمليات پيل کړي وو.
د غزني پېښې

د عکس سرچینه، MoD
د غزني ولايت چارواکي وايي د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې ۳۰ وسله والو وژل شوي دي.
په کابل کې د بي بي سي خبريال وايي په قره باغ، اندړو، ګيرو او ده يک ولسواليو کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ جګړې شوې دي.
د غزني چارواکي وايي په قره باغ ولسوالۍ کې ۱۵ وسله والو وژل شوي او ۱۴ نور ټپيان شوي دي.
دوی په ګيرو ولسوالۍ کې د ۱۶ طالب جنګياليو د وژل کېدو او ۱۷ نور ټپي کېدو خبر ورکړی دی.
بل خوا طالبانو د يوې خبر پاڼې په خپرولو ويلي چې د شلګر په ولسوالۍ کې يې نهه پوليسو وژلي دي.
همدا ډول د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د يوې نښتې په ترڅ کې شپږ سيمه ييز پوليس وژل شوي.
د غزني د والي وياند ننګ ساپی وايي تېره شپه د اندړو ولسوالۍ منار سيمه کې د دولت وسله والو تر منځ نښته شوې چې د پاڅونوالو د قومندان په ګډون شپږ کسان په کې وژل شوي دي.
زابل کې د ۶ ولسواليو د سقوط وېره
د غزني ګاونډي ولايت زابل د ولايتي شورا رييس د دې ولايت د ۶ ولسواليو د سقوط وېره ښودلې ده.
د شاه جوی، شملزی او شينکۍ ولسوالۍ د امنيتي ځواکونو له کموالي سره مخامخ دي.








