علومي د لارو وضعيت ارزولو لپاره غزني ته تللی

د ښاغلي احمدي په وينا د کورنيو چارو وزير د لارښوونې سره سم به ۱۰ پوستې د غزني– قياق او څو نورې د غزني-جاغوري پر لاره جوړه شي

د عکس سرچینه، MoI

د عکس تشریح، د ښاغلي احمدي په وينا د کورنيو چارو وزير د لارښوونې سره سم به ۱۰ پوستې د غزني– قياق او څو نورې د غزني-جاغوري پر لاره جوړه شي

د افغانستان د کورنيو چارو وزير نور الحق علومي په سويلي ولايت غزني کې د يو شمېر کسانو له يرغمل کېدو وروسته د وضعيت ارزولو لپاره دغه ولایت ته سفر کړی.

د غزني مرستيال والي محمد علي احمدي بي بي سي ته وويل ښاغلي علومي د لارو وضعيت له ځايي چارواکو سره وارزاوه او لارښوونه يې وکړه چې په ناامنو لارو امنيتي ځواکونه زيات کړي.

د ښاغلي احمدي په وينا د کورنيو چارو وزير د لارښوونې سره سم به ۱۰ پوستې د غزني– قياق او څو نورې د غزني-جاغوري پر لاره جوړه شي.

دی وايي په دغو پوستو کې به د لارو د امنيت خوندي کولو لپاره ۲۰۰ پوليس ځای پر ځای شي.

غزني ته د ښاغلي علومي د سفر هممهاله د غزني پر ښار دوه توغندي هم لګېدلي، خو د ښاغلي احمد په وينا مرګ ژوبله نه لري.

د غزني مرستيال والي وايي پر دغو دوو مسيرونو د يرغمل نيونې پېښې زياتې شوې او آن په يوه ورځ کې درې ځله هم کسان يرغمل شوي دي.

ده پر دغو لارو د ناامنيو لامل د وسلوالو طالبانو فعاليتونه ياد کړل او په خبره يې سيمه کې د (اسلامي کمانډو) په نوم ډله او يو شمېر نور وسلوال چې د کوټې شورا تر څارنې لاندې دي، فعال دي.

پنځه ورځې وړاندې ۱۲ ملکيان په قره باغ کې وتښتول شول، چې چارواکو وروسته وويل بېرته خوشي شول.

تر دې وړاندې څلور کسان يرغمل شوي و، چې وروسته يې جسدونه د سړک په غاړه وموندل شول.

د يرغمل نیونې دغو پېښو ځايي خلک اندېښمن کړل او حکومت يې د لويو لارو امنيت خوندي کولو کې په بې پروایۍ تورن کړ.