غزني: نښته کې حکومت پلوه پاڅونوال وژل شوي

د عکس سرچینه، f
د غزني ولایت اندړو ولسوالي کې تېره شپه د یوې نښتې په ترڅ کې د دولت په ملاتړ د طالبانو پر وړاندې راپورته شوي شپږ پاڅونوال وژل شوي دي.
د غزني د والي ویاند ننګ ساپی وایي، تېره شپه د اندړو ولسوالۍ منار په سیمه کې د دولت د وسله والو مخالفینو او پاڅونوالو ترمنځ نښته شوې، چې وايي په دغه نښته کې د پاڅوانوالو مشهور قومندان عبدالله له خپلو پنځو ملګرو سره وژل شوی دی.
د هغه په وینا، نښته شپې مهال رامنځته شوې او مرستندویه ځواکونه ورته و نه رسیدل.
د غزني امنیت امراسدالله انصافي بیا وايي، چې د همدغه ولایت په ده یک ولسوالي کې د سیمه ییزو پولیسو دوه تنه د ماین په یوه چاودنه کې وژل شوي دي.
ښاغلی انصافي وايي، د غزنی په بېلا بېلو سیمو کې د عملیاتو په ترڅ کې ۱۶ طالبان وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان شوي دي.
د اندړو ولسوالي منار سیمې پېښې مسوولیت وسله والو طالبانو منلی دی.
د وسله والو طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا کوي، چې په یاده نښته کې نهه تنه اربکیان وژل شوي دي.




