"د ماین پاکۍ مشرتابه چارې دې افغانانو ته وسپارل شي"

د عکس سرچینه، AFP
ولسمشر محمد اشرف غني له ملګرو ملتونو غوښتي، چې د دوو اونیو په اوږدو کې د ماین پاکۍ د مشرتابه چارې افغان غاړې ته ولیږدوي.
اړوند افغان بنسټونه وړاندوینه کوي، که دا چارې ور وسپارل شي د ماین پاکۍ لګښتونه به شاوخوا نیمايي کم شي.
افغان ولسمشر د پوهنې له وزارته هم غوښتي، چې یو، یو ښوونځی د هغو ۱۸۹ ماین پاکانو په نومونو ونوموي چې د دندو پر مهال د ماینونو ښکار شوي او وژل شوي دي.
مصطفی سالک په دې اړه رپوټ کې کاږي، د ماین پاکۍ د نړیوالې ورځې په درشل کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان او ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ د برخې له چارواکو سره لیده کاته لرل، چې په دې ترڅ کې یې د اړوندې برخې د بودیجې او لګښتونو د ستونزې په اړه هم ورسره خبرې کړې دي.
ښاغلي غني له ملګرو ملتونو غوښتي، چې د دوو اونیو په ترڅ کې په افغانستان کې د ماین پاکۍ د چارو مشرتوب افغانانو ته وسپاري.
ښاغلي غني دا غوښتنه ۱۳ کلونه مخکې هغه مهال هم کړې وه، چې د مالیې وزیر و خو تر اوسه نه ده منل شوې.
د ایم ډي سي، په نامه د یوه افغان ماین پاکونکي بنسټ مشر شهاب حکیمي بي بي سي ته وویل، که مشرتوب افغانانو ته وسپارل شي د ماین پاکۍ لګښتونه به شاوخوا نیمايي ته ښکته شي.
نژدې ۳۰ کلونه کېږي، چې په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې په مرسته د ماین پاکۍ چارې روانې دي.
له پیله او په ځانګړي ډول په وروستیو ۱۳ کلونو کې د ماین پاکۍ مالي لګښتونه د ملګرو ملتونو له خوا سنبالیږي.
یو شمېر اړوند افغان چارواکي وايي، چې له هغه مهاله تر اوسه د ماین پاکولو په برخه کې تر ۵۰۰ میلونو ډېر ډالر لګول شوي دي.
دغه چارواکي وايي، چې ډېرې پیسې د بهرنیو کارکونو پر معاشونو لګېدلې دي.
ښاغلي حکیمي وویل، چې د افغانستان۸۰ سلنه ماین لرونکې سیمې پاکې شوي خو په وینا یې تر ۵ میلیونو مترو مربع ډیره ځمکه اوس هم ماینونه لري.
ویل کېږي که د ماین پاکۍ بهیر تمویل شي ۵ کاله وخت به ونیسي چې افغانستان له دغه پټ دښمنه وژغورل شي.
بله غاړه داسې وېره ده، چې ښايي په وروستیو کلونو کې د جګړې ښکیلو غاړو نوې ماینونه هم کرلي وي.
ښاغلی حکیمي وايي، چې نژدې ۱۰۰۰ میلیونه متره مربع ځمکه د افغانستان په بیلو ولایتونو کې د بهرنیو ځواکونو په ناچاودو توکیو ککړه پاتې ده.
یوه افغان بنسټ پردې اړه سروي هم پیل کړې، چې ژر به يې پایلې جوتې شي.
د ځینو شمېرو له مخه هره میاشت له ۴۰ تر ۵۰ پورې افغان وګړو ته د ماینونو او نورو ناچاودو توکیو د چاودیدو له کبله مرګ ژوبله اوړي.
ولسمشر محمد اشرف غني له ملګرو ملتونو غوښتي، چې د دوو اونیو په اوږدو کې د ماین پاکۍ د مشرتابه چارې افغان غاړې ته ولیږدوي.
اړوند افغان بنسټونه وړاندوینه کوي، که دا چارې ور وسپارل شي د ماین پاکۍ لګښتونه به شاوخوا نیمايي کم شي.
افغان ولسمشر د پوهنې له وزارته هم غوښتي، چې یو، یو ښوونځی د هغو ۱۸۹ ماین پاکانو په نومونو ونوموي چې د دندو پر مهال د ماینونو ښکار شوي او وژل شوي دي.

د عکس سرچینه، b