سمنګان کې ماین چاودنې ټاکنیز کارکوونکي وژلي

د عکس سرچینه، AP
د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، د شمالي ولایت سمنګان په مرکز ایبک کې د دوی د کارکوونکو پر یوه موټر د ماین چاودنه شوې، چې ۱۰ کسان پکې وژل شوي دي.
د ټاکنو کمېسیون مشر یوسف نورستاني رسنیو ته ویلي، دا پېښه تېره شپه د رایو له شمېرلو وروسته شوې ده.
د ښاغلي نورستاني په خبره په وژل شویو کې د دغه کمېسیون څلور کارکوونکي شامل دي. د نوموړي په خبره، د پېښې نور قربانیان د ښځو او ماشومانو په ګډون ولسي وګړي دي.
د کورنیو چارو وزارت په وینا، د تېرې ورځې په ټاکنیز بهیر کې د تاوتریخوالو په پېښو کې د ۶۰ وسله والو طالبانو په ګډون تر سلو زیات کسان وژل شوي، چې د پوځ او اردو منسوبین هم پکې شامل دي.
له بله پلوه وسله والو طالبانو ادعا کړې چې د لسګونو بریدونو په ترڅ کې یې حکومتي ځواکونو ته ګڼه مرګ ژوبله اړولې ده.
میلیونونو افغانانو له پراخو ګواښونو سره سره په ټاکنو کې ګډون وکړ چې د امنیتي چارواکو په وینا په شواخوا ۱۵ ولایتونو کې لسګونه بریدونه شوي او د لومړنیو شمېرو له مخې د ټاکنو په ورځ ۱۱ تنه پولیس ۱۵ د ملي اردو پوځیان او شاوخوا ۲۰ ملکي وګړي وژل شوي او د مخالفینو تلفات شاوخوا۶۰ تنه دي.
خو مخالفو وسله والو بیا ویلي چې د هغوی د بریدونو شمېر په کراتو ډېر دی او حکومتي لوري د اوښتې مرګ ژوبلې شمېره هم لوړه ښيي.
د نا امنیو په رپوټونو کې فاریاب، غزني، تخار او لغمان کې وړې چاودنې شوې دي ځینې کسان یې ټپیان کړي دي.








