پر عبدالله ځانمرګي برید ۶ کسان وژلي

د عکس سرچینه، AP
د افغانستان ولسمشریزو ټاکنو ته د کاندید عبدالله عبدالله پر ټاکنیز کمپاین ځانمرګی برید شوی.
د کورنیو چارو وزارت وايي، په دې برید، چې د کابل پر وخت د جمعې په ورځ د غرمې دوولس بجې د پنځمې حوزې اړوندې میرویس میدان کابل اریانا هوټل ته څېرمه وشو، لږترلږه شپږ ولسي وګړي وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان شوي دي.
برید هغه مهال وشو، چې په کابل اریانا هوټل کې د عبدالله ټاکنیزه غونډه روانه وه.
ستره دسیسه
خو عبدالله عبدالله تر برید وروسته یوې ټاکنیزې غونډې ته وویل، چې دا برید د هغو کسانو کار دی، چې په ټکو یې پر دیموکراسۍ باور نه لري:
''د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکوم، هغه ستره دسیسه چې د افغانستان دښمنانو لرله ناکامه شوه. خو په ډېرې خواشینۍ چې زموږ یو شمېر هېوادوال شهیدان شول. زما درې ساتونکي چې له ډېر وخت راهیسې راسره وو، شهیدان شول، په دغه برید کې دغه راز درې نور ځايي خلک هم وژل شوي''.
خو د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي اسوشېټيډ پرېس خبري اژانس ته ویلي، په برید کې څلور ولسي وګړي وژل شوي، خو د عبدالله هېڅ کوم ملګري ته زیان نه دی اوښتی.
تر اوسه د عبدالله ټاکنیز کمپاین د وژل شویو خبره نه ده تایید کړې.
د کابل پولیسو د بي بي سي بلال سروري ته ویلي، لومړۍ چاودنه د کرولا په مټ شوې، او دویمه شاید له سرېښ شوي ماین له کبله وي.
د عبدالله د ټاکنیز کمپاین یوه غړي علي رضواني بي بي سي ته وویل، پېښه کې د عبدالله لېږدوونکی موټر ویجاړ شوی، خو هغه ته کوم زیان نه دی رسېدلی.
نوموړی زیاتوي، چاودنه داسې مهال وشوه، چې عبدالله له اریانا هوټل نه د کانټننټل هوټل پر لوري روان و.
غبرګونونه
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ دغه برید غندلی او دا یې دازادو او رڼو ټاکنو پروړاندې یو منفي ګام بللی دی:
''ولسمشر کرزي دغه چاودنې د افغانستان د خلکو د دښمنانو کار وباله چې نه غواړي افغانان د آزادو او رڼو انتخاباتو له لارې په سوله يیزه فضا کې خپل راتلونکی جمهور رئیس وټاکي''.
د ډاکټر عبدالله عبدالله ټاکنیز سیال ډاکټر <link type="page"><caption> اشرف غني احمدزي</caption><url href="http://www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan/2014/04/140426_as_ashrafghani_profile.shtml" platform="highweb"/></link> پر خپله <link type="page"><caption> ټویټر</caption><url href="https://twitter.com/ashrafghani/status/474831666759086081" platform="highweb"/></link> پاڼه دغه برید غندلی او دا یې ''د افغانستان د دښمنانو کار'' بللی:
''موږ د ولسمشرۍ پر کاندید ډاکټر عبدالله عبدالله دغه برید غندو، دا د افغانستان د دښمنانو کار دی، چې په هېواد کې د دیموکراتیک بهیر ګډوډول غواړي''.

د عکس سرچینه،
پر ټولیزو رسنیو د پېښې انځورونه خپاره شوي، چې د چاودنې له ځایه اسمان ته پورته کېدونکی لوګی او دوه لوکس ویجاړ شوي موټر پکې معلومېږي.
د دغه پرید پړه تر اوسه چا نه ده منلې.
د افغانستان د ټاکنو د قانون د اتلسمې مادې د څلورم بند له مخې، ''که چېرې د جمهوري ریاست له کاندیدانو یو د رایې اخیستنې د لومړي یا دویم دور په بهیر کې یا له ټاکنو وروسته او د ټاکنو د پایلو له اعلام د مخه مړ شي، بیا ټاکنې د قانون د حکمونو مطابق ترسره کېږي''.
په پام کې ده، چې د ولسمشرۍ د دویم پړاو ټاکنې د روان غبرګولي پر ۲۴ (جون ۱۴) وشي.








