د عبدالله عبدالله ۵۵ کلن ژوند

عبدالله عبدالله د حامد کرزي د ولسمشرۍ په دويمه دوره کې د ښاغلي کرزي د سیاسي مخالفينو په ليکو کې ودرید
د عکس تشریح، عبدالله عبدالله د حامد کرزي د ولسمشرۍ په دويمه دوره کې د ښاغلي کرزي د سیاسي مخالفينو په ليکو کې ودرید

د ولسمشرۍ نوماند عبدالله عبدالله چې په تېرو دوو لسیزو کې يې د افغانستان په سیاست کې شتون درلود، پلويان يې ولسي مشر، خو مخالفين یې د هغو جهادي ډلو غړی بولي چې د نويمې لسيزې په کورنيو جګړو کې ښکېل و.

ښاغلی عبدالله ۵۵ کاله عمر لري، پلار يې پښتون او د کندهار ولایت دی، خو مور يې پنجشېری ده چې په فارسي ژبې غږېږي.

دی طبي ډاکټر دی خو په ۱۳۶۳ لمریز کال کې پاکستان ته ولاړ او له جهادي ډلو سره یو ځای شو. ډېر ژر د جمعيت اسلامي ګوند د قومندان احمد شاه مسعود د نژدې کسانو په ډله کې راغی او د هغه باور يې ترلاسه کړ.

د مجاهدینو له بري وروسته له ۱۳۷۱ تر ۱۳۷۵ کال پورې هغه مهال چې احمد شاه مسعود د دفاع وزیر و، د هغه د دفتر مشر و او د دفاع وزارت د ویاند په توګه يې دنده ترسره کوله.

د طالبانو رژيم له پرځیدو ورسته د بن د پریکړې پر بنسټ د حامد کرزي په مشرۍ د موقتې ادارې د بهرنیو چارو وزیر شو، چې په انتقالي دولت کې هم په همدې څوکۍ پاتې شو.

خو له ۱۳۸۳کال وروسته ښاغلي عبدالله د حامد کرزي د انتخابي دولت کابینې ته لار پیدا نه کړه او له رسمي کارونو څنګ ته شو.

د ولسمشرۍ په تیرو دوو ټاکنو کې دی ولسمشرۍ ته نوماند و او د ۲۰۰۹ کال ټاکنو کې د حامد کرزي اصلی سيال بلل کېده. دا ځل هم ښاغلی عبدالله له مخکښو نوماندانو څخه دی.

د عبدالله لومړی مرستيال انجنير محمد خان او دويم محمد محقق دی
د عکس تشریح، د عبدالله لومړی مرستيال انجنير محمد خان او دويم محمد محقق دی

په کابل کې د هشت صبح ورځپاڼې مدير مسوول شاه حسین مرتضوي وايي، چې عبدالله عبدالله دا ځل څنګه رايې ترلاسه کړې:

''ډاکټر عبدالله دغه رايې د خپل نفوذ له سیاسي حوزې چې عمدتآ شمالي ولایتونه دي ترلاسه کړي. وروسته په مرکزي سيمو کې د ښاغلي محقق له امله او په دریم پړاو کې دغه رايې د ازبکانو له حوزې او د افغانستان د سوېل دي. او زما اخيستنه دا ده دا رايې ۸۰ سلنه قومي او پاتې ۲۰ سلنه يې غیر قومي دي''.

د ښاغلي عبدالله او د هغه د مرستیالانو جهادي مخینه د هغه په رایو کې بې اغېزې نه وه.

د ولسمشرۍ په دې ټاکنو کې د اسلامي حزب څخه محمد خان او د وحدت اسلامي ګوند څخه محمد محقق د هغه مرستیالان وو. عبدالله عبدالله د حامد کرزي د ولسمشرۍ په دويمه دوره کې د ښاغلي کرزي د سیاسي مخالفينو په ليکو کې ودرید او د اميد او بدلون په نوم یو ائتلاف يي جوړ کړ. په دغو کلونو کې ده د حامد کرزي پر حکومت نيوکې کولې او د ښاغلي کرزي په مشرۍ حکومت يې په فساد کې ښکېل باله.

د پارلماني نظام جوړیدل د ښاغلي عبدالله له اصلي غوښتنو څخه ده او ټاکنیز شعار یې هم اصلاح او همپالنه ده.