لوګر کې وسله والو اته ماین پاکان وژلي

اوس مهال نژدې اووه نړیوال او ملي بنسټونه په افغانستان کې د ماین پاکۍ پر چارو بوخت دي، چې شاوخوا ۱۳ زره کسان په کې کار کوي.

د عکس سرچینه، MDC

د عکس تشریح، اوس مهال نژدې اووه نړیوال او ملي بنسټونه په افغانستان کې د ماین پاکۍ پر چارو بوخت دي، چې شاوخوا ۱۳ زره کسان په کې کار کوي.

د افغانستان له بېړنیو پېښو سره د مبارزې د ریاست اړوند ماین پاکۍ مؤسسې اته ماین پاکان د لوګر عینک مس په سیمه کې تر چاودنې وروسته په ډزو وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

د بېړنیو پېښو د مبارزې د ملي ادارې مرستیال محمد قاسم حیدري بي بي سي ته وویل، پر دغو ماین پاکانو د کار لوري ته د تلو پرمهال چاودنه شوې او بیا پسې اورپکو ډزې کړې دي.

نوموړی وايي، د ماین پاکۍ (ډي ایم سي) مؤسسې دغه اړوند ماین پاکان د وسله والو په برید کې وژل شوي.

برید د لوګر محمد اغې ولسوالۍ کې شوی.

حیدري وايي، دا پېښه د عینکو مس کان ته څېرمه د موټرو په تمځي کې رامنځ ته شوې ده.

د ایم ډي سي ماین پاکۍ مؤسسې ماین پاکانو د حکومت په چوکاټ کې د ماین پاکۍ په برخه کې کار کاوه.

د روان کال مارچ په لومړیو کې هم لوګر کې له مرکز پل علم سره نژدې د يوه موټر بم چاودنې په پايله کې لږترلږه ۱۳ کسان وژل شوي وو، چې شپږ یې پاکستانیان او اووه افغانان وو.

تېر کال، د ماين پاکۍ د يوې موسسې ۱۱ کارکوونکي د نامعلومو وسله والو له خوا تښتول شوي وو، چې بیا وروسته د قومي مشرانو په منځګړيتوب بېرته راخوشي شول.

د افغانستان لپاره د ماین پاکۍ د همغږۍ مرکز وايي، د راتلونکو لسو کلنو لپاره له نیم میلیارده ډالرو ډېرې پيسې د مین پاکۍ لپاره په کار دي.

د افغانستان په ځینو سیمو په ځانګړي ډول ختیځو او جنوبي ولایتونو کې د حکومت مخالف وسله وال ماینونه ښخوي، چې ماین پاکان یې لویه ننګونه ګڼي.

اوس مهال نژدې اووه نړیوال او ملي بنسټونه په افغانستان کې د ماین پاکۍ پر چارو بوخت دي، چې شاوخوا ۱۳ زره کسان په کې کار کوي.

د اوتاوا د تړون له مخې باید تر ۲۰۱۳ کاله د افغانستان ټولې سیمې له ماینونو څخه پاکې شي، خو د ماین پاکولو ادارې د نورو ترڅنګ نا امني دې هدف ته د رسیدو په وړاندې یوه مهمه ننګونه په ګوته کوي