ننګرهار کې د لغمان یو قاضي وژل شوی

چاودېدونکي توکي د قاضي پر موټر پورې نښلول شوي

د عکس سرچینه، epa

د عکس تشریح، چاودېدونکي توکي د قاضي پر موټر پورې نښلول شوي

د لغمان ولایت د استیناف محکمې یو قاضي محمود حسن د ننګرهار ولایت د څلورمې امنیتي حوزې اړونده یوه سیمه کې وژل شوی او دوه ماشومان یې ټپیان شوي دي.

د ننګرهار امنیه قومندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال بي بي سي ته وویل، له کوره تر وتلو وروسته د ننګرهار عیدګاه ته څېرمه د محمود حسن پر کرولا پورې نښلول شوي چاودېدونکي توکي وچاودل.

د وژل شوي قاضي دوې ټپي شوې لوڼې روغتون ته لېږدول شوې.

محمود حسن د لغمان د مدني دیوان قاضي و.

د ننګرهار د پولیسو ویاند وايي، وژل شوي قاضي محمود حسن په لغمان کې کار کاوه، چې د ننګرهار له مرکز جلال اباد ښار نه نژدې نیم ساعت واټن لري.

که څه همر تر اوسه ددغه قاضي د وژلو پړه چا نه ده منلې، خو طالبانو ګواښ کړی و، چې د افغانستان د عدلي او قضايي ارګان پر غړو به بریدونه وکړي.

نژدې یوه میاشت وړاندې، ناپېژاندو وسله والو په کابل کې د سترې محکمې د دارالانشاء مشر عتیق الله رؤفي د ناپېژاندو وسله والو له خوا وژل شوی و.

لغمان د افغانستان په ختیځ کې په وروستیو کې ناامنه شوی، چې د تېر کال کال جولای میاشت کې طالبانو ډله ییز برید وکړ، چې لږترلږه ۱۵ طالبان او اوه افغان سرتېري پکې وژل شوي وو.

وړاندې، افغان قاضيانو ویلي وو، د خونديتوب لپاره یې پوره ګامونه نه دي اخیستل شوي، او که ورته پام ونه شي په وينا يې قاضیان ډېر په اسانۍ سره په نښه کېدای شي.