لغمان کې طالبانو ډله ییز برید کړی

د عکس سرچینه، AFP
د افغانستان لغمان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د طالبانو په ډله ییز برید کې لږترلږه ۱۵ طالبان او اوه افغان سرتېري وژل شوي.
د لغمان د والي دفتر وايي، په وسلو سمبالو برید کوونکو د الینګار ولسوالۍ د کندې او قلعټک په سیمو کې د پولیسو او ملي اردو پر پوستو ډله ییز بریدونه وکړل.
سرچینه وايي، بریدونه ګهیځ شاوخوا درې بجې پیل شول، چې تر پنځو ساعتونو پورې یې دوام وکړ، چې د درو ځانمرګو برید کوونکو په ګډون ۱۵ برید کوونکو پکې ګډون کړی و.
د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک وايي، ټول برید کوونکي د برید پرمهال د امنیتي ځواکونو له خوا ووژل شول، او اته نور بریدګر ټپیان دي.
په افغان وژل شویو سرتېرو کې شپږ پولیس او یو د ملي اردو سرتېری دی، او څلور پولیس ټپیان شوي.
د برید مسؤولیت وسله والو طالبانو پرغاړه اخیستې دی.
د ذبیح الله مجاهد په نامه د دې ډلې یوه ویاند رسنیو ته په استول شوې ویناپاڼه کې د لغمان د دوو پوستو د نیولو او د ۱۴ افغان سرتېرو د وژل کېدو ادعا کوي.
طالبان وايي، دا د خیبر عملیاتو یوه برخه وه، چې په لړ کې یې د لغمان په بره خان بابا سیمه کې د حکومت پر څلورو پوستو بریدونه وشول.
طالبان وايي، په دې برید او جګړه کې د دوی څلور کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.
دا په تېرو څو ورځو کې پر حکومتي بنسټونو دویم لوی ډله ییز برید دی.
د تېرې چارشنبې پر ورځ په وسلو سمبالو ۲۲ <link type="page"><caption> ځانمرګو برید کوونکو </caption><url href="http://www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan/2014/07/140709_hh-kandahar-attack.shtml" platform="highweb"/></link>د کندهار د والي پر دفتر او امنیه قومندانۍ هم مهاله ډله ییز بریدونه وکړل، چې په پایله کې ټول برید کوونکي، پنځه افغان سرتېري او څلور ولسي وګړي ووژل شول.
د پسرلي په پیلېدو سره د طالبانو بریدونه ډېر شوي دي.








